د ملي امنيت عمومي رياست وايي، کابل کې يې د حقاني شبکې هغه غړی نيولی، چې د دې ډلې د تروريستي بريدونو اصلي طراح و.
له دغه رياسته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوی کس ملا سورګل نومېږي، چې په مولوي بشير موسهي مشهور و.
سرچينه زياتوي، ملاسورګل د وسله والو طالبانو يو مهم غړی دی، چې د پاکستان له استخباراتي ادارې، حقاني شبکې او القاعدې سره يې هم همکاري کوله.
د سرچينې په وينا، نيول شوي کس د تېرو دولسو کلونو په تروريستي بريدونو کې د لاس لرلو ترڅنګ کابل ته د ځانمرګو بريد کوونکو په لېږدولو کې هم بشپړه همکاري کوله.
د خبرپاڼې له مخې، ملا سورګل پر تخريبي او تروريستي کړنو سربېره د کورنيو او بهرنيو پانګه والو په تښتونه کې هم مهم رول درلود، چې د يادو کړنو له ترسره کولو وروسته به د لوګر په خروار ولسوالۍ او ميدان وردګ ولايت کې پټېده.
د ملي امنيت عمومي رياست همدارنګه وايي، نوموړي له يوه پاکستاني جنرال څخه د يونيم ميليون کلدارو په مقابل کې د خالد بن وليد په نوم يوه نوې جبهه جوړه کړې وه.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، مولوي بشير موسهي په بېلابېلو ولايتونو کې د يو شمېر ډلو مشري پر غاړه لرله، چې په لاندې ډول دي:
- مولوي نافذ په لوګر کې د ۵۱ نفرو سرګروپ
- مخلص د کابل په موسهي کې د ۲۰ نفرو سرګروپ
- ميوند د لوګر په خروار کې د ۱۰ نفرو سرګروپ
- مولوي عابد د پکتيا په زرمت کې د ۸۰ نفرو سرګروپ
- کامران په خوست کې د ۷ نفرو سرګروپ
- ريحان د لوګر په محمد اغې کې د ۳۰ نفرو سرګروپ