چارواکي وايي د لغمان مرکز مهترلام کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې د دولت ۱۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کليد ته وويل، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په همکارۍ د مرکز اړوند د الینګار د سیند ختیځې څنډې ته د پنج پای سیمه کې عملیات کړي چې د وسله والو طالبانو د ګل محمد عدالت په نوم د یوه سرګروپ په ګډون په کې ۷ وسله وال وژل شوي، درې ټپیان شوي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي.
نوموړی وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.