د ماليزيايي چارواکي وايي، په کولالمپور کې د اور لګېدنې له کبله د يوه مذهبي ښوونځي ۲۵ زدکوونکي او ساتونکي وژل شوي دي.
د ماليزيا لومړي وزير نجيب رزاق په يوه ټوېټ کې د پېښې له قربانيانو سره خواخوږي ښودلې ده او د اور لګېدنې وخت يې په ځايي وخت سهار وختي ښودلی دی.
د ښار د اور وژنې څانګې يو مشر خيرالدين درهمن له اې اېف پي اژانس سره په خبرو کې ويلي، ۲۳ زده کوونکي او دوه ساتونکي وژل شوي دي.
په دا ډول ښوونځيو کې ماشومان چې عموما يې عمرونه له ۵ تر ۱۸ کلونو وي، د قران زدکړې کوي.
چارواکي وايي، دا ښايي په تېرو شلو کلونو کې د دغه هېواد د اور تر ټولو بده پېښه وي او وايي چې د پېښې په هکله پلټنې پيل شوې دي.
ماليزيايي چارواکو په تېرو کلونو کې د اور له څو پېښو وروسته په خصوصي ښوونځيو کې د خونديتوب پر تدبيرونو اندېښنه وښوده.