د پنجشنبې په ورځ ډېر ناوخته د هلمند د بېلابېلو رشتو د لوبو په کلب کې د دې ولایت د ورزش د امریت او یو شمېر ورزشکارانو لخوا د سولې تر عنوان لاندې یوه غونډه جوړه شوې وه.
په دغه غونډه کې د هلمند د سپورټ امر زلمي هڅاند وویل، له دې غونډې څخه یې هدف دا دى، چې د دې ولایت ترڅنګ په ټول هېواد کې سوله راشي.
نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور جګړې ته نه ووایاست او د سولې له پروسې سره یوځای شئ!
هڅاند له ټولو ورزشکارانو څخه غوښتنه وکړه، چې د سولې د راستولو په برخه کې باید ټول په ګډه سره کار وکړي.
په دې غونډه کې د هلمند والي حیات الله حیات د ټولو ورزشکارانو هڅې وستایلې او زیاته يې کړه، چې دی به په خپل ټول توان د ورزشکارنو ترڅنګ ولاړ وي او په هره برخه كې، چې یاد ورزشکاران ستونزې ولري، هغو ته به د پای ټکی کېږدي.
د یادولو ده چې د غوڼدې په وروستۍ برخه کې د جمناسټیک، کراټې او ترڅنګ يې د نورو رشتو لوبغاړو له خوا بېلابېل نمایشونه او حرکتونه ترسره شول.