امنيتي چارواکي وايي، که څه هم په شمال ختيځ کې کندوز یو له نا امنه ولایتونو دی د تېر په پرتله په کې د جنایي جرمونو کچه خورا ډېره راټیټه شوې ده.
د کندوز ولایت د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې امر ویس الدین تلاش کلید سره په خبرو کې وویل، چې د تېر کال په پرتله جنایي جرمونو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.
تلاش زیاته کړه، چې د خلکو مرسته محلي حکومت سره ډېره شوې ده او تل یې د مجرمینو په نیولو کې ورسره مرسته کړې ده.
د سرچینې په وینا، په راتلونکي کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره یو لړ پلانونه لري، چې ژر به يې تطبیق کړي او د جنایي جرمونو کچه به نوره هم راټیټه شي.