افغانستان د اسيا د ساحلي فوټبال اتلولۍ او نړيوال جام ته د لار موندلو په سياليو کې کوربه هېواد ماليزيا ته ماتې ورکړه.
دا لوبې نن د ماليزيا د کوالا ټرينګانو په ښار کې د اسيا د ١٢ هېوادونو ترمنځ پيل شوې، چې په درېيو ګروپونو وېشل شوې دي.
په الف ګروپ کې ايران، بحرين، چين، ماليزيا او افغانستان؛ په ب ګروپ کې عمان، لبنان او ټايلينډ؛ په سي ګروپ کې جاپان، امارات، عراق او قطر شامل دي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون د معلوماتو له مخې، افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له ماليزيا سره ترسره کړه، چې پنځه په درېيو ګولونو يې کوربه هېواد ته ماتې ورکړه.
د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې له لوري حضرت ګل باران، ذبيح الدين، رووف قادري او زين الدين شريفي ګولونه ووهل.
افغانستان به سبا خپله دويمه لوبه له چين سره ترسره کوي.