نوموړي د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ولسونو په ملاتړ واک ته رسېدلی او اوس بیرته د خپلو ولسونو خدمت کوي.
په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې په سیمه کې یې د داعش وېره له منځه تللې ده.
دوی په یادې ولسوالي کې د عامه څړځایونو د ملکیت څرنګوالي د حل غوښتنه کړې او په دې اړه یې خپل وړاندیزونه په لیکلي بڼه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم ویلي چې دا نظام د ټولو افغانانو دی او ټول کولای شي چې خپل ځانونه په کې وویني.