ads

د ښځو د حقونو ورکړې ستاینه او غوښتنې

د امر بالمعروف اونهي عن المنکر وزارت چارواکو ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې پنځه زره مېرمنو ته د میراث حقونه اخیستي او په ډېری برخو کې یې ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

صنم
30 وری 1403
د ښځو د حقونو ورکړې ستاینه او غوښتنې

د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي له اروپا مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې او یا یې ترې واخلي.
له دې مخکې هم د یاد وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق ویلي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنۍ سره له ۶ زرو څخه زیاتو مېرمنو د میراث او ملکیتونو قضیو ته رسېدنه شوې ده.
«د ۶ زرو په شاو خوا کې د میرمنو د میراث او ملکیتونو حقونو په برخه کې رسیدنه شوې، د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴ زره ۷ سوه ۴۰ قضیې حل شوې دي.»
افغان نجونې او ښځې د اسلامي امارت د دغو هڅو ستاینه کوي او وایي چې زده کړې هم د دوی اساسي حق دی چې په دې برخه کې هم ګوټلي ګامونه واخیستل شي او ښوونځي او پوهنتونونه یې پرمخ پرانیستل شي.
د ښوونځي یوه زده کونکې مروه وایي، لاهم د ښوونیز کال پیل دی او غوښتنه کوي چې د دوی پر مخ دې ښوونځي پرانیستل شي.
« زه د امر با المعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه اقدام کټور بولم، خو د اسلامي امارت له چارواکو څخه مې غوښتنه داده چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.»
د پوهنتون د دویم کال محصله نسیمه وایي، اسلامي امارت دې د دوی برخلیک معلوم کړي او نور دې تحصیلي کال نه ضایع کوي.
نوموړې وايي:
«زه محصله وم او دوه کاله پاتې و چې خپل تحصیلي اسناد واخلم، حکومت دې د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، ځکه زده کړه د نجونو شرعي حق دی.»
د ښځو د حقونو فعاله رخسار سلطاني هم وايي، علم او پوهه پر نر او ښځې فرض ګرځول شوې او د علم په برکت د ژوند چارې په سمه توګه سمبالولی شو.
«ښوونځی یوازنی ځای دی چې انسان په کې پرمختګ کولی شي او د ژوند سمه لاره موندلی شي. کولی شي د ژوند ټول امور پرمخ یوسي نو د زده کړې پرته پرمختګ شونې نه دی.»
د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او هر کله چې هغوی ته د زده کړو زمینه برابره شي، د ټولو نجونو پر مخ به پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA