ads

شنونکي: د افغانانو تر منځ ناستې ستونزې حل کولی شي

یو شمېر سیاسي شنونکي د اسلامي امارت له مشرانو سره د اورپا مېشتو افغانانو لیدنو کتنو او د لیدلورو شریکولو ته خوښ دي او وایي چې په دغسې ناستو سره شته ستونزې په کور دننه حل کېدای شي.

اسلام الدین احمدي
28 وری 1403
شنونکي: د افغانانو تر منځ ناستې ستونزې حل کولی شي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته پخپل کاري دفتر کې د اروپا مېشتو افغانانو له یوشمېر استازو او د ټولنو له مشرانو سره لیدلي دي.
د راغلي پلاوي په استازولۍ ډاکټر خوشال روهي ویلي چې اسلامي امارت په تېرو دوو نیمو کلونو کېد پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه پرې قانع ده.
نوموړي غوښتنه کړې چې اسلامي امارت دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه وباسي، یو دایمي دولت دې رامنځته او د ښځو پر مخ دې د تعلیم او کار دروازې پرانېزي.
د دغه پلاوي بل غړې زرکې ملیار هم ویلي، اړتیا ده چې له افغانانو او نړیوالو سره د افغانستان اړیکي پياوړې شي، په اسلامي نظام کې دې مېرمنې خپل ځان وویني او د ښځو لپاره دې د تحصیل او کار اجازه ورکړل شي.
دغه پلاوي ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت د مشرانو دریځ به په اروپا کې مېشتو افغانانو ته ورسوي او هغوی به وهڅوي چې خپل هېواد ته سفر وکړي او پرمختګونه له نېږدې وګوري.
بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د دغو ناستو هرکلی کوي او وايي چې دا ډول ناستې او خبرې اترې کولی شي د افغانانو کورني مسایل ژر حل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا په دې اړه وايي، افغانان حق لري چې د هېواد د پرمختګ او ابادۍ په هدف حکومت ته مشورې ورکړي او حکومت هم اړتیا لري چې له ولس څخه مشورې وغواړي.
د نوموړي په خبره، له ملت سره په انزوا کې حکومتونه تل نړېدلي او بقاء یې نه ده کړې، نو حکومت ته په کار ده چې د ملت مشروع غوښتنې ومني.
«ښه خبره به دا وي چې حکومت هم له ملت سره مشورې وکړي او ملت هم حکومت ته مشورې ورکړي. حکومت او ولس باید په پخپل منځ کې داسې مشورې وکړي چې هغه د ټولو په ګټه وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی محمود هم د ورته ناستو هرکلی کوي او زیاتوي چې په افغانستان کې د کورنیو ستونزو د حل ګټوره لاره د افغانانو خپلمنځۍ ناستې او خبرې اترې دي.
«هیله مو دا ده چې د دغو راغلو استازو غوښتنو او نظرونو ته لبیک وویل شي او حد اقل د اسلامي امارت له مشرتابه سره هم شریکې شي. حکومت باید د ولس غږ ته لبیک ووايي او له ملت سره خبرې او بحثونه کول د ستونزو د هواري سبب کېږي.»
د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د هغوی د راتګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې اوس په افغانستان کې د ملي یووالي د پياوړتیا، په خپلو پښو د ولاړ اسلامي او ملي نظام، په هېواد کې د ورورګلوۍ ژوند کولو او په ګډه د هېواد د ابادۍ لپاره ښه زمینه مساعده ده.
نوموړي همدارنګه د یاد پلاوي د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې دوی د افغانستان اسلامي امارت او اروپایی هېوادونو ترمنځ منځګړتوب کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA