ads

افغانستان د ورځې ۱۳نیم سوه ټنه نفت استخراجوي

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، دمګړي په ټول هېواد کې د نفتو شاوخوا ۲۴ فعال څاګان شته چې د ورځې ۱۳نیم سوه ټنه نفت ترې راایستل کېږي او د څاګانو په شمېر کې ډېروالی راځي.

اسلام الدین احمدي
27 وری 1403
افغانستان د ورځې ۱۳نیم سوه ټنه نفت استخراجوي

د یاد وزارت ویاند همایون افغان کلید راډیو ته په رالېږلي پیغام ویلي چې د افغانستان په ۲۰۰زره کیلومتره مربع مساحت کې نفتي ساحې شته چې په پنځو لویو حوزو وېشل شوې دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې ټول استخراج شوي خام نفت په کور دننه پروسس کېږي او ډ‌ېر ژر به افغانستان د نفتو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
«استخراج شوي خام نفت په کور دننه پروسس کېږي او خصوصي سکټور په دې برخه کې پانګونه کړې ده. هیله مند یو چې راتلونکي کې نورې حوزې هم په قرارداد ورکړو او په حوزو کې څاګانې زیاتې شي. د استخراچ کچه لوړه شي او هېواد مو د نفتو په برخه کې پر ځان بسیا شي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه یو ایراني چارواکي ویلي چې په تېرو دولسو میاشتو کې افغانستان ته د ایران له خوا تر یو میلیارد او اته سوه زره ډالرو په اندازه ډېر نفتي او غیر نفتي توکي صادر شوي دي.
د اقتصادي چارو شمېر شنونکي بیا وايي، افغانستان د نفتو په برخه کې د ځان بساینې لپاره که څه هم زیات څاه‌ګان نه لري، خو کولي شي چې له شته څاه ګانو او سرچینو څخه په ګټې اخیستنې په کور دننه د نفتو پر بیو مثبت اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد شبیر بشري په دې اړه وايي:
«موږ په افغانستان کې تر ځمکې لاندې د نفتو دومره طبیعي منابع نه لرو چې په دې برخه کې پر ځان بسیا شو، خو موږ دومره منابع لرو چې کولي شي په بازارونو کې د نفتو پر بییو مثبت اغېز وکړي. بله مهمه خبره دا ده چې په کور دننه باید تصفیه خونې جوړې شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی ادریس محمدي بیا وايي، حکومت ته په کار ده چې دې برخې لا ډېر کار وکړي، تر څو پر کور دننه د نفتو اړتیا پخپله پوره کړای شي.
«دا کولی شي چې زموږ اقتصاد هم په پښو ودروي، د ملت او حکومت تر منځ فاصله هم راکمه کړي او وبه کولی شي چې د صنعت په برخه کې خنډونه هم له منځه یوسي. حتا کولی شي چې زموږ زراعت ته هم وده ورکړي، ځکه نفت انرژي رامنځته کوي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د اوس لپاره یوازې د امو دریا نفتي حوزه له یوې چنایي کمپنۍ سره قرارداد کړی چې هلته د اکتشاف، استخراج او د نفتي څاګانو کېندلو کارونه دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA