ads

حزب الله ډلې پر اسرائیلو بریدونه کړي

د لبنان حزب الله ډلې ادعا کړې چې د اسرائیل په توپ خانې یې لسګونه کاتیوشا راکټونه ور توغولي

کامران احمدزی
25 وری 1403
حزب الله ډلې پر اسرائیلو بریدونه کړي

یادې ډلې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بریدونه د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیلو د هوايي برید په ځواب کې شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، اسرائیلو د لبنان په جنوب کې پر کلیو بریدونه وکړل چې عامو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله؛ نو ځکه دوی هم ځواب ورکړ.

سره له دې چې د حزب الله ډلې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د راکټونو شمېر نه دی مالوم شوی، خو العربیه شبکې ویلي، چې حزب الله ډلې پر اسرائیلو تر دېرشو زیات راکټونه ور توغولي دي.

پر اسرائیلو دا برید په داسې حال کې کېږي، چې امریکايي چارواکي وايي ایران پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې پر اسرائیلو بریدونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA