ads

زیلنسکي: له اوکراین سره اعلان شوې مرستې باید ژر تر ژره راکړل شی

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د امریکا له کانګرس غوښتي چې اوکراین ته د مرستو په انتقال کې خپله پاملرنه زیاته کړي

کامران احمدزی
10 وری 1403
زیلنسکي:  له اوکراین سره اعلان شوې مرستې باید ژر تر ژره راکړل شی

نوموړي ویلي چې تېره ورځ یې د امریکا د استازو خونې مشر مایک جانسن سره په ټیلفوني خبرو کې غوښتنه کړې چې اوکراین سره باید دغه حیاتي مرستې وشي.

زیلنسکي ویلي، دمګړی د روسیې هوايي وېره په ډراماتیک ډول زیاته شوې؛ نو په کار ده، چې له دوی سره اعلان شوې مرسته ژر تر ژره ور ورسیږي.

سره له دې، چې د بایډن ادارې له اوکراین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو مرستې اعلان کړی؛ خو دا طرحه له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسې د امریکا په کانګرس کې پرته ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروسیتو کې روسیې د اوکراین په بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د راپورونو له مخې، روسیې تېره اوونۍ د اوکراین په خاورې باندې ۱۹۰ میزایلونه، ۱۴۰ بې پیلوټه الوتکې او ۷۰۰ رهبري کېدونکي بمونه توغولي چې په روانه جګړه کې تر ټ،لو لوی عملیات ګڼل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA