ads

د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلۍ دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د خواف‌ـ‌هرات اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرار داد لاسلیک شو

کامران احمدزی
10 وری 1403
د هرات‌ـ خواف اوسپنې پټلۍ دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د ریاست الوزرا له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا قرارداد د افغانستان اوسپنې پټلۍ او ګاما ګروپ شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د دغې پلټۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه ۴۷ کیلیو متره اوږدوالی لري چې ۵۳ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

خبرپاڼه کې راغلي چې  ددې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل او د ترکیې هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA