په دغو لوبو بوخت ځوانان وایي، له یوې خوا د روژې په میاشت کې دا لوبي ښه تفریح ده او له بلې خوا ډېری ځوانان وکولای شي له دغه لارې خپل استعدادونو ښکاره کړي او بیا په ملي کچه په لوبو کې ګډون وکړي.
د کندهار د عینو مېني په یوه جمنازیم کې د فوټسال په لوبو بوخت ځوانان وایي، په دغو سیالو کې یې ځکه ګډون کړی چې غوره لوبډله بیا په کابل کې لوبېږي.
د فوټسال دوه تنه لوبغاړي منیراحمد او جلیل احمد په دې اړه داسې وایي.
«دغه لوبي چې اوس یې جریان درلود، دا د زون په سطحه دي، کله چې بیا کوم ټیم لومړی مقام تر لاسه کړي، هغه ټیم بیا کابل ته ځي او هلته بیا د زونونو له کامیابه شوو ټیمونو سره لوبي کوي. د افغانستان عمومي لیګ ته بیا انتخابېږي، نو موږ ډېر خوشحاله یوو چې لومړی مقام مو لاسته راوړی.»
د کندهار د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسوول شاکرالله ابراهیمي وایي، له دغو لوبو څخه یې هدف د ځوانانو لپاره د تفریح تر څنګ دا ده چې د جنوب زون په کچه غوره لوبډله وټاکل شي او بیا د زونونو په کچه په سیالیو کې برخه واخلي.
نوموړي زیاتوي، د نیمروز، هلمند او کندهار په لوبډله کې غوره د کندهار نورزاد لوبډله ټاکل شوې، ځکه اتلولي یې ګټلې ده.
«یادې لوبې د جنوبي غرب حوزې په کچه وي چې د کندهار تر څنګ هلمند، نیمروز، زابل او ارزګان په کې شامل وي، درېیو ولایتونو ګډون ونه کړی، پاینل لوبه ترسره شوه، چې ګټونکې لوبه به بیا کابل ته ځي او هلته به د زونونو د قهرمانانو سره لوبه کوي.»
د کندهار زیاتره ځوانان بیا غوښتنه کوي چې د لوبو لپاره دې لوبغالي زیات شي، ځکه دا مهال د کرکټ او فوټبال لپاره لوبغالي کم دي او ډېری ځوانان په غیري معیاري لوبغالو کې لوبي ترسره کوي.