ads

پر بانکونو بندیزونو تر ټولو ډېر سوداګر اغېزمن کړي

د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو او پر دغه هېواد د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو لګېدو نږدې درې کاله په پوره کېدو دي، خو لاهم دغه بندیزونه دوام لري چې تر ټولو ډېر یې سوداګر سخت اغېزمن کړي دي.

وژمه پیام
9 غویی 1403
پر بانکونو بندیزونو تر ټولو ډېر سوداګر اغېزمن کړي

یو تن افغان سوداګر محمد شریف وایي، دغو محدودیتونو یې سوداګري ډېره اغېزمنه کړې او له نړیوال بانک او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې دغه بندیزونه نرم او لرې کړي.
«زموږ هېوادوال په ځانګړې توګه تجاران یې له ستونزو سره مخ کړي. دوی بهر ته په اسانۍ پیسې نه لېږلی او نه له هغه ځایه دوی ته پیسې راتلی شي. له بهره چې کومې پیسې راځي، بانکونه یې په ډاډه زړه نه شي ورکولی.»
د افغانستان د سوداګرو ټولنې رییس نورالله مبارز هم وایي، نړۍ باید سوداګري له سیاست سره ونه تړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
«بانکي سیستم ډېرمهم دی، خو دلته بانکي سیستم په ټپه درېدلی، په اوسني وخت کې د نړۍ هېڅ هېواد ته د تجار لپاره وېزه نشته، خو افغانان یې باید ولري، سوداګر دوبۍ ته نه شي تلی او که ځي هم، ډېرې پیسې به مصرفوي.»
د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خان جان الکوزی که څه هم وایي چې په کورنیو بانکونو کې تر یوه حده دغه ستونزه حل شوې، پیسې لېږدول کېږي، خو وایي، اوس هم په ځنډ سره د پیسو لېږد او ډېر لګښت پرې راتلل هغه ستونزې دي چې لاهم نه دي حل شوې.

«که څه هم دغه ستونزه تر یوه حده حل شوې، خو اوس هم په بانکونو کې پخواني مشکلات شته او د پیسو لېږد په ډېر ځنډ سره اجرا کېږي.»
د افغانستان بانک مسوولین بیا په دې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د افغانستان بانک ویاند حسیب نوري وایي:
«له نړېوالو مالي او بانکي بنسټونو سره زموږ تخنیکي ناستې دوام لري او هڅه مو دا ده چې په دې برخه کې اړېنې اسانتیاوې را منځه ته شي. هغه محدودیتونه چې په کور د ننه د مشتریانو پر امانتونو او په سوداګریزو مرکزونو کې را منځ ته شوي، هغه هم د وخت په تېرېدو سره کم شوي او دا مهال هېوادوال کولی شي چې د پخوا په پرتله له خپلو حسابونو څخه زیاتې پېسې تر لاسه کړي.»
بلخوا، د صنعت او سوداکړۍ وزارت مسوولین وایي، د افغانستان بانکونه اوس مهال د نړېوالو بانکونو په سپین لېست کې ځای لري او زموږ بانکي ستونزې ترډېره حل شوې.
«موږ له ځينو هېوادونو سره هم د بانکونو او هم د سرافیانو له لارې اړېکې لرو چې اوس مهال د تجارت، پاڼګونې او راکړې ورکړې په برخو کې هېڅ ډول ستونزه نه لرو او د نړۍ هرې برخې ته پیسې لېږلی شو.»
تر دې وړاندې هم ورته غوښتنې شوې او پر نړیوالو غږ شوی چې اقتصادي مسایل له سیاسي مسایلو څخه لېرې وساتي او پر افغانستان ټول لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA