ads

قانع: تر ۱۲زره ډېر کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د پنجشنبې په ورځ کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۲لمریز کال د وروستیو شپږو میاشتو مهمې لاسته راوړنې له رسنیو سره شرېکې کړې.

اسلام الدین احمدي
9 وری 1403
قانع: تر ۱۲زره ډېر کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په همدې مناسبت خبري غونډې ته وویل، د ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۸زره ۷۴۸ جنايي جرمونه ثبت شوي چې ۷زره ۲۲۳ یې د امنیتي پولیسو له خوا کشف شوي او ۱۵۲۵ نورې پېښې یې د کشفي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.
دوی وايي، له یادو جنايي جرمونو څخه ۱۲زره ۵۴۰ تنه مظنونین نیول شوي او ۷۳۳ تنه یې د امنیتي پولیسو تر څارنې لاندې دي.
د قانع په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې د امنیتي پولیسو په عملیاتو کې ۲۱تنه اختطافچیان وژل شوي او ۳ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
قانع وویل: «په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹ پیښې د اختطاف په اړه ثبت شوې چې د تېر په پرتله کمښت ښیي. همدارنګه امنیتي پولیسو ۱۸تنه اختطاف شوي کسان د اختطاف کوونکو له منګولو ازاد کړي او ۱۷۲ کسان یې د اختطاف په تړاو نیولي دي.»
قانع دغه راز د غیر مسوولو وسله‌والو او وسلو په اړه وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۲۲میله وسلې، د سپکو او درنو وسلو ۴۲زره مرمۍ او ګڼ شمېر نور پوځي تجهیزات نیولي دي.
«د ۱۴۰۲کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۸۷۰میله خفیفه وسلې، ۷۱ میله درنه وسله، ۸۵۷ حلقه ماینونه، ۶۹۹کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۱۷۷مخابرې، ۳۳۳ عراده نقلیه وسایطه، ۸۵۲ لېټره تېزاب، ګڼ شمېر پوځي تجهیزات، یو میلیونه او ۲۰۰ زره قاچاقي سعودی ریال او ۱۸۰ زره جعلي ډالره د امنیتي پولیسو د عملیاتو په پایله کې نیول شوې دي.»
عبدالمتین قانع له نشه یې توکو سره د مبارزې په برخه کې زیاته کړه چې پو لیسو په یاده موده کې په ټول هېواد کې ۱۵ زره ۵۴۹ عملیات تر سره کړي چې په پایله کې ۵زره ۶۶۳ تنه د نشه یې توکو د قضیو په تړاو نیول شوي او ۱۱۷۸ ټنه بېلا بېل نشه یې توکي ترلاسه شوي دي.
«په دغو عملیاتو کې د تولید ۸ ماشینونه، د نشه یې توکو تولید او پروسس ۳۷۷ فابریکې کشف او له منځه وړل شوې او ۳زره ۶۴۵زره هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده. د نشه یې توکو د قضیو په تړاو ۴۰۹موټرونه، ۲زره ۴۳۱ موبایلونه، ۷میلیونه افغانۍ، ۲ میلیونه پاکستانۍ کلدارې، ۲ میلیونه تومان او څه باندې ۱۰ زره امریکايي ډالره د پولیسو لاسته ورغلي دي.»
په یاد خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ وېش په برخه کې د زیاتوالي او د ګڼه ګوڼې کمښت په هدف په کابل کې د درېیو نویو مرکزونو د فعالېدو خبر ورکړ.
د قانع یې په اړه داسې وايي:
«د پاسپورټ ورځنی وېش له ۶ زرو جلدو څخه لسو زرو ته لوړه شوی او په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۳۷ زره جلده پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوې دي. په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې د کابل په درېیو زونونو کې درې نوي مرکزونه د پاسپورټ وېش او اسانتیا رامنځته کېدو په هدف پرانیستل شي چې د ریاست الوزرا لخوا یې منظوري هم شوې ده.»
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۹۷۸ټرافیکي پېښې ثبت شوې چې په پایله کې ۹۴۹ تنه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د تر کال په تېرو شپږو میاشتو کې د خدماتو له برخې یې ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA