ads

د تېرو ورښتونو زیانونه او د نورو اټکل

په تېرو دوو ورځو کې بارانونو او سېلابونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

صنم
9 وری 1403
د تېرو ورښتونو زیانونه او د نورو اټکل

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري وایي چې د راغلو سېلابونو په پایله کې د غور او فاریاب لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم تخریب شوې او یوه ځوانه نجلۍ هم په وروستیو ورښتونو کې وژل شوې ده.
بدري:
«د سېلابونو او بارانونو په پایله کې د غور او فاریاب لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده، او د یاد ولایت یو شمیر کرنیزې ځمکې هم له منځه تللې دي. همدارنګه یوه ځوانه نجلۍ هم وژل شوې ده»
خلک هم وایي چې په وروستیو ورښتونو کې دوی ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.
د ارزګان ولایت اوسېدونکی ایت الله وايي، بارانونو يې کورونه نړولي او له حکومت څخه د مرستو غوښتنه کوي.
« بارانونو موږ ته سخت زیانونه اړولي، د خلکو کورونه يې نړولي او هر څه مو چې لرل، تر اوبو لاندې شوي. کوټې مو چپه شوې دي، خلک د حکومت مرستې ته په بیړنۍ توګه اړتیا لري.»
د ارزګان یو بل اوسېدونکی صدیق الله هم له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
«د بارانونو له کبله مو کور ته اوبه ننوتلې چې د اوبو له کبله کوټې هم نړېدلې. په ډېرې سختې مو اوبه له کور څخه وایستلې.»
د ارزګان تر څنګ په غور ولایت کې هم وروستیو بارانونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
د یو تن اوسېدونکي محمد الماس وایي:
« بارانونو د غور ولایت الفاروق ولسوالۍ په قارک کلي کې یوه ځوانه جلۍ مړه کړې ده. د غور ولایت د سیمه ایېزې ادارې له خوا پریکړه نیول شوې چې زیانمنو شویو سره مرسته وکړي. »
بلخوا، د ټرانسپورټ وزارت اړوند د هوا پیژندنې ریاست یو ځل بیا په راتلونکو څو ورځو کې د واورو او سختو بارانونو اټکل کړی دی.
د هوا پېژندنې ریاست رییس محمد نسیم مرادي وایي، ټاکل شوې چې راتلونکو څو ورځو کې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې واورې او بارانونه وشي چې کچه به یې له ۱۵ میلي مترو څخه تر ۴۰ میلي مترو پورې وي.
مرادي وايي:
« په راتلونکو دوو ورځو کې د هیواد په لویدیځ، شمال لویدیځ، شمال، شمال ختیځ، ختیځ ، جنوب ختیځ او مرکزي د سالنګونو په شمول به سخت بارانونه او واوره وشي. چې د بارانونو کچه به له ۱۵ میلي مترو څخه تر ۴۰میلي مترو پورې وي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره هغوی زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA