ads

د اتصالات شرکت له خوا د نیالګیو کېنولو پیل

د اتصالات مخابراتي شرکت د کابل په قرغه سیمه کې ۲زره نیالګي کېنول.

تاج ولي غورځنګ
9 وری 1403
د اتصالات شرکت له خوا د نیالګیو کېنولو پیل

د دغه شرکت استازی ډاکټر خالد کاکړ وایي، په راتلونکو کلونو کې هم ورته پلان لري چې د کابل په بېلابېلو ځایونو کې نیالګي کېنوي.
کاکړ همداراز له ځایي خلکو او د ښاروالۍ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې ددغه نیالګیو په پالنه کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.
نوموړي د اتصالات مخابراتي شرکت لخوا د هېواد د زرغونتیا لپاره د نیالګیو کېنولو کمپاین غونډې ته وویل:
«سږ کال موږ یو ځل بیا وتوانېدو چې د هېواد زرغونتیا لپاره ۲زره نوي نیالګي کېنوو. خو موږ له سیمې خلکو او له امارت مسوولینو غواړو چې د نیالګیو پالنې ته پام وکړي.»
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمدخالق سجستاني بیا وایي، په روان کال کې یې ۲میلیونه نیالګي کېنولي دي.
د نوموړي په خبره، په یادو نیالګیو کې بېلابېل نیالګي شته چې یوه برخه یې پسته او بادام هم دي.
«موږ د سمسورتیا ریاست په مرسته سږ کال ۲میلیونه نیالګي کېنولي چې یو شمېر په کې د پستو او بادامو نیالګي هم دي. تېر کال مو ۶۰۰زره نیالګي کېنولي چې ټول انشا‌ءالله پالنه شوې ده.»
د کابل ښاروالۍ د سمسورتیا ریاست مشر مولوي عبدالوکیل متوکیل بیا وایي، د اسلامي امارت په راتګ سره د ښار سمسورتیا لپاره ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د کابل ښار د سمسورتیا په هدف یې په ۱۳۲پارکونو کې ۱۳۲ دفترونه پرانیستي چې ترڅو د ښار سمسورتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي:
«موږ ته چې هر څوک نیالګي راوړي، موږ یې قدر کوو. موږ د هر نیالګي ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر لرو. موږ د کابل په ۱۳۲پارکونو کې ۱۳۲دفترونه او اطاقونه جوړ کړي، ترڅو د نیالګیو ساتنې ځانګړی پام وکړي.»
د اتصالات مخابراتي شرکت داسې مهال ۲زره نوي نیالګي کېنوي چې هر کال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په زرګونه نوي نیالګي کېنول کېږي، خو د نه‌پاملرنه له کبله هغه ډول وده نه‌کوي، څنګه چې تمه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA