ads

عزیزي: سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي.

شېرشاه عزیزي
8 وری 1403
عزیزي: سوداګریز او سیاسي مسایل دې سره بېل شي

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستاني لوري غوښتي چې سیاسي او سوداګریز مسایل باید سره بېل شي.
نوموړي دا هم ویلي چې ستونزو ته باید اساسي حل لارې ولټول شي او د سوداګرۍ موضوع له سیاسي مسایلو سره ونه‌تړل شي.
ټاکل شوې چې په دې ناسته کې د (PTA) پر سوداګریز تړون، اپټا تړون، هوايي ټرانزیټ، د تورخم، چمن او سپین بولډک په بندرونو کې پر ۲۴ساعته فعالیتونو او نورو سوداګریزو موضوعاتو هم خبرې وشي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو یادې څرګندونې داسې مهال کړې چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو مسایلو پر سر د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې پیکه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA