ads

د خبریالانو د ملاتړ صندوق جوړېدو هرکلی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر ایکس‌پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ډېر ژر به د خبریالانو د ملاتړ په هدف صندوق جوړ شي چې ورسره به د خبریالانو مالي ستونزې حوارې شي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 کب 1402
د خبریالانو د ملاتړ صندوق جوړېدو هرکلی

د دغه وزارت سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه ویلي چې په دې وروستیو کې یې د رسنیو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې او د دوی ستونزو ته يې تر ډېره رسېدنه کړې ده.
نوموړي همدارنګه ویلي چې رسنۍ دې پخپلو خپرونو کې اسلامي او ملي ګټو ته پوره پام وکړي.
خبریالان د دولت د دغه کار هرکلی کوي، خو وایي چې د یاد صندوق تر جوړېدو وروسته دې د مرستو په وېش کې پوره شفافیت ته پام وشي.
خبریال ضیا سباووون وایي:
«دا ډول مالي صندوقونه په تېر جمهوریت دوره کې هم وو، خو متاسفانه چې هغه مهال پکې پراخه درغلۍ شتون درلود. هیله مې دا ده چې دا مرستې خوندي وساتل شي او په شفاف ډول دې اړمنو خبریالانو ته ورکړل شي.»
بله خبریاله کریمه مرادي هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه اقدام هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې که د دغه صندوق له لارې له خبریالانو سره هر ډول مرستې کېږي، اړمنو خبریالانو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
«موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دې اقدام څخه ملاتړ کوو، خو له یاد وزارت څخه مو هیله دا ده چې هغه خبریالان چې د مرستو مستحق دي، باید مرسته ورته ورسیږي او د خپلوۍ او اړیکو په اساس دې خبریالانو ته مرستې نه ورکوي.»
یوه بله خبریاله حمیرا بیا غوښتنه کوي چې د دغه صندوق له مرستو څخه دې تر ډېره د ښځینه خبریالانو ملاتړ وشي، ځکه په خبره یې، ډېری داسې خبریالانې شته چې د ټول کور سرپرستي پر غاړه لري او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
«دغه مرستې دې یوازې هغو خبر یالانو ته نه ورکول کېږي چې په رسنیو کې عملا فعالیت کوي، بلکې هغه ښځينه خبریالانو دې هم په نظر کې ونیول شي چې پر کور ناستې دي او بیکاره دي.»
تر دې وړاندې هم په هېواد کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا په بېلابېلو نومونو له خبریالانو سره د مرستو خبرونه خپرې شوې، خو خبریالان وایي چې دغه خبرونه یوازې اوازې وې او که مرسته شوې هم وي، خو خبریالانو ته نه دي رسېدلې.
د یادولو وړ ده چې د دغه صندوق جوړېدو په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA