ads

شنونکي: قطر ته د مولوي یعقوب سفر ګټور دی

د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت دوحې ته تللي او تمه ده چې هلته د دوحې د دفاعي صنایعو په نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون وکړي.

تاج ولي غورځنګ
14 کب 1402
شنونکي: قطر ته د مولوي یعقوب سفر ګټور دی

که څه هم اسلامي امارت په دې غونډه کې د دفاع وزارت د سرپرست وزیر او لوی درستیز د ګډون په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو د پوځي چارو شنونکي دغه سفر ګټور بولي او وایي، تمه شته چې په دې غونډه کې افغان پلاوی له قطر څخه په پوځي برخو کې د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړي.
د پوځي چارو شنونکی طاهر یرغل په دې اړه وایي:
«له قطر سره د اسلامي امارت اړېکې ډېرې ښې دي چې ټولې نړۍ ته هم معلومې دي. هغوی د افغانستان اسلامي امارت سره هر وخت همکاري کړې او ژمن هم دي. تېر ځل هم چې ملا محمدیعقوب مجاهد ورغلی و. هلته هم په پوځي او نظامي امکاناتو هوکړې ته رسیدلي و.»
د سیاسي چارو شنونکي سیداکبر اغا بیا وایي، ښایي د اسلامي امارت چارواکي له پوځي مسایلو سره په خوا کې له قطري چارواکو او د نورو هېوادونو له استازو سره پر یو شمېر مهمو سیاسي مسایلو هم بحثونه او خبرې ولري.
«اسلامي امارت ټول مشران باید هڅه وکړي چې له نړۍ سره سیاسي تعامل ته لاره هواره کړي، هغه که د ده مسوولیت وي او کنه وي. نو زه فکر کوم چې دوی به په سیاسي مسایلو کې پرمختګ وکړي.»
د قطر یو شمېر رسنیو د دوحې د دفاعي صنایعو نړیوال نندارتون د مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۹۰ ځانګړي استازي د یاد نندارتون په اتمه دوره کې ګډون کوي.
د سرچینې په وینا، په دغه نندارتون کې د ۲۰۰ هېوادونو او دفاعي پوځي شرکتونو د نندارې مرکزونه جوړیږي او تمه ده چې له بېلابېلو هېوادونو سره ۳۲هوکړه لیکونه لاسلیک شي.
په دغه نندارتون کې به د لسو هېوادونو ۱۱جنګي بېړۍ هم نندارې ته وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې قطر هېواد د افغانستان او نړۍ تر منځ د سیاسي تعامل په پراختیا کې مهم رول لوبوي او د افغانستان لپاره د امریکا په ګډون د ډېری اروپایي هېوادونو سفارتونه او سیاسي استازوۍ له همغه ځایه ډیپلوماټیکې چارې مخته وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA