د حالوش په نوم رسنۍ راپور ورکړی چې نوموړی د چهار شنبې په ورځ د کرمان په زندان کې اعدام شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسحق زی د فراه ولایت اوسېدونکی و، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نشهيي توکو په تړاو نیول شوی او وروسته د ایران د سمنان ښار انقلابي محکمې له لوري په اعدام محکوم شو.
د ایران حکومت تر دې وړاندې هم د نشهيي توکو په تور یو شمېر افغانان اعدام کړي دي.