ads

د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو چټکتیا

د ملي پراختیا شرکت چارواکي له ټاکل شوې نېټې وړاندې د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارو د بشپړېدو خبرورکوي.

احمدالله ستانکزی
9 کب 1402
د قوشتېپې کانال د دویم فاز د چارو چټکتیا

د یاد شرکت مسوولین وایي، اوونۍ وړاندې د دغه کانال د دویم فاز چارې عملاٌ د بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ پیل شوې او د یوه کال له مودې وړاندې به یې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د کېندنې چارې بشپړې او پای ته ورسېږي.
د قوشتېپې کانال ساحوي انجینیر سید ذبیح الله میري وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د کمو ماشینریو په موجودیت کې څه باندې درې کېلومټره کانال کېندل شوی او ورځ تر بلې د امکاناتو په ډېریو سره به د کېندنې حجم څو برابره زیات شي.
«د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندنې لپاره یو کال موده ټاکل شوې او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو، لکه څرنګه چې د لومړي فاز چارې له ټاکلې مودې وړاندې تکمیل شوې، ان شاءالله زموږ هڅه دا ده، چې د دویم فاز چارې هم له ټاکلې نېټې مخکې بشپړې کړو»
د انجینر میري په خبره، دامهال د قوشتېپې کانال د دویم فاز په کېندنه په شپږو مهمو نقطو کې د پنځه شرکتونو ۵۰۰ ماشینري او شاوخوا ۸۰۰ کسان په کار بوخت دي او د هوا په ګرمېدو سره به د ماشینریو او کسانو شمېر زرګونو ته ورسېږي.
« د قوشتېپې کانال د دویم فاز چارې د حوت میاشتې په لومړۍ نېټه په فزیکي ډول پیل شوې. دمګړی ۵۰۰ بېلابېل ډوله ماشینري دلته کار کوي او دا شمېر یې ورځ تر بلې زیاتیږي، دا ځکه اوس شمېر یې کم دی، چې تازه یې چارې پیل شوي دي»
بلخوا، یو شمېر کسان چې په دغه کانال کې شپه او ورځ کار کوي، پخپل موجودیت د خوښۍ احساس کوي او وایي، هیله یې لرله چې د وطن د ابادۍ په یوه بنسټیزه پروژه ورته د کار زمینه برابره شي.
مطیع الله او محمد عارف وایي، اسلامي امارت د دې سترې ملي پروژې په چارو کې هېڅ ډول ځنډ او خنډ نه راولي، تر څو چارې یې ژره تر ژره بشپړې او خلک يې له ګټې اخیستنې څخه برخمن شي.
«له اسلامي امارت نه غواړو، چې دې کانال ته دې جدي پاملرنه وکړي، لکه څرنګه یې چې کړې ده، ترڅو دا تکمیل شي او خلک یې له اوبو څخه ګټه واخلي»
« زه ډېر خوشاله یم، چې د قوشتېپې کانال کې کار کوم، موږ دلته په ځان دوړې، یخنۍ او ګرمۍ قبولي کړي، ترڅو د وطن دا ستره پروژه بشپړه شي، موږ د پیسو په کیسه کې نه یو؛ خو له حکومت نه غواړو چې ددې کانال بشپړولو ته دې ځانګړې توجه وکړي»
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، دا مهال د قوشتېپې کانال پر دویم فاز سربېره، د کانال پر سربند، د دولت آباد او شورتیپې ولسوالیو ترمنځ د یوه نښلوونکي پل پر جوړېدو او بېلابېلو نورو برخو کې هم کار په چټکۍ سره روان دی او ډاډ ورکوي، چې دغه لویه او ملي پروژه به سرته رسوي.
د یادونې وړ ده، چې د قوشتېپې کانال دویم فاز د بلخ ولایت له دولت ولسوالۍ څخه پیل او د ۱۷۷ کیلومټرو په اوږدوالي سره، د جوزجان ولایت نه په تېرېدو سره، د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې پای ته رسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA