ads

له سریلانکا سره شل اوریزو لوبو ته لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېتې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درېیو نړيوالو شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړې ده.

شېرشاه عزیزي
24 سلواغه 1402
له سریلانکا سره شل اوریزو لوبو ته لوبډله اعلان شوه

اکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ لوبه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه ورپسې دویمه او درېیمه په ترتیب سره پر ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.
کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویلي، د ملي لوبډلې مشري به ابراهیم ځدراڼ کوي، ځکه چې د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان لا هم د ملا د عملیاتو له کبله تر درملنې لاندې دی او دغه راز مجیب الرحمن او سلیم ساپی د ناروغۍ له امله تر درملنې لاندې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مسوول احمدشاه سلیمانخېل ویلي چې د دغو سیالیو اهمیت ته په پام سره به د دوی یو هدف دا هم وي، تر څو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام هم له نظره ونه باسي او د سینیر لوبغاړو ترڅنګ ځوانان هم و روزي.
سریلانکا په ټسټ لوبه او دوو یوه ورځنیو نړيوالولوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA