یاده پرېکړه تېره ورځ د کرکټ اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې شوې ده.
له افغان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې وروسته به افغان کرکټ بورډ ته د هند، بنګله دېش، پاکستان او سریلانکا کرکټ بورډونو په اندازه بودجه ورکول کېږي.
په همد حال کې د افغان کرکټ بورډ مشرتابه د اسیايي شورا له غړو هېوادونو د کرکټ بورډ مشرانو سره په راتلونکي کې د دوه اړخیزه لوبو پر برابرولو او ډېروالي، د اسیایي شورا په لوبلړیو کې د افغانستان د لوبڅارانو د ګډون، د یادې شورا له لوري د افغان تخنیکي مسوولینو د روزنې، او د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې د افغان کرکټ بورډ د تخنیکي مسوولینو د ګډون په تړاو خبرې اترې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ