د یاد وزارت سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې په ورځ د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون په خبري کنفرانس کې وویل چې له بدهمرغه ملګري ملتونه او په ځانګړې ډول د امنیت شورا هم د دغو درواغجنو کړیو د اطلاعاتو ښکار شوي دي.
مجاهد د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه پر داسې ناسمو راپورونو باور ونه وکړي.
«په افغانستان کې د داعشیانو شتون او فعالیتونو په اړه چې کومې ارزیابۍ، احصايې او ارقام ورکول کېږي، دا ټول د همغو کاذبو اطلاعاتو پر اساس دي چې مخکې ورته اشاره وشوه. اصلا دا پروژه په افغانستان کې هیڅ رېښه او نتیجه نه لري. د دې پروژې جوړونکي او تمویلوونکي باید دا حقیقت درک کړي.»
مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې څه باندې ۴۶ زره جزايي دوسیې حل شوې چې ۱۲زره ۱۸۹ یې د عامه امنیت، اداري فساد او ۴زره ۲۶۱ یې د نظامي منسوبینو اړوند دي او په ټولو قضیو کې د شریعت په رڼا کې حکمونه صادر او پرېکړې شوې چې زرګونه مجرمین مجازات شوي دي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت تر راتګ وروسته سلګونه انسان تښتوونکي نیول شوي او د دوی له منګولو شاوخوا ۲۰۰ هېوادوال ژغورل شوې دي.
«یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې په سلګونه انسان تښتوونکي نیول شوي او ۲۵ تنو پورې یې په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي او له منګلو څخه یې ۵۰ تنه هېوادوال ژغورل شوي. د اختطاف کچه تقریبا صفر ته ټيټه شوې او ملي سوداګر او شتمن هېوادوال چې د دوي مهم اهداف وو، باید د امنیت په برخه کې ډاډه اوسي.»
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د اسلامي امارت له واکمېدو وروسته کوم ځایونو کې چې برېدونه شوي، په هغو ټولو کې له بهرنیو اتباعو او په ځانګړي ډول د تاجکستان له اتباعو څخه کار اخیستل شوی چې په لسګونه یې وژل شوي او لسګونه نور یې نیول شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په دویمه درجه کې پاکستانې اتباع دي چې له شلو زیات یې وژل شوي او لسګونه یې نیول شوې دي.