ads

د هواوې موبایل نووا ۱۲ماډل رینډر د درې کیمرې او LED فلش سره وړاندې شوی

دهواوې نوا۱۲ ماډل مشخصات خپاره شوي او دا څرګندوي چې دغه په زړه پورې موبایل به درې کیمرې او په شاتنۍ پینل کې د فلشLED حلقه ولري.

اسلام الدین احمدی
6 لیندۍ 1402
د هواوې موبایل نووا ۱۲ماډل رینډر د درې کیمرې او LED فلش سره وړاندې شوی

د ټیکنالوژیکي خبرونو او معلوماتو له مخې هواوې شرکت پلان لري چې ډیر ژر نوی نووا 12 موبایلونه بازار ته وړاندې کړي، د دې موبایل په اړه تازه خپاره شوي معلومات ښیي چې د دې موبایل ډیزاین څنګه شوی دی.

د دې موبایل د ډیزاین په اړه یوې باوري سرچینې ویلي چې د دغه موبایل په وروستني برخه کې درې کامرې او د LED حلقوي څراغ شته.

له نوا 11 ماډل سره د دې موبایل ورته والي کې، موږ کولی شو د دغه موبایل شاوخوا د لوی طلایی حلقې سره د کامرې شتون په ګوته کړو، خو په ټوله کې،د کوچنیو کامرو ترتیب کې سره توپیر لري او د بندولو او روښانه کولو تڼۍ دیاد موبایل په باندې برخه کې ده.  خپاره شوي خبرونه ښیي چې Huawei په نووا 12 ماډل کې د ګوتو نښې سکینر سره د OLED سکرین کارولی دی.

د پخوانیو معلوماتو له مخې، دهواوې شرکت نووا 12 کورنۍ درې ماډلونه لري او شاید د دوی په منځ کې د نووا 12 پرو ماډل هم شامل وي. همدارنګه  د نووا 12 ماډل به لومړی ماډل وي چې د 5G پروسیسر سره سمبال شوی او کولي شي د انټرنیټ 5G سرعت هم وکاروي.

د نووا 12 ماډل موبایلونه د چټګ چارج کولو ملاتړ کوي او په ورته وخت کې، په نووا 11 ماډل کې د 67 واټ چارج کولو ټیکنالوژي کارول شوی. همدارنګه  د نووا موبایلونو په دې لړۍ کې موږ به د هغې د ورستني کامرې او سیلفي کامرې پرمختګ او نورې ځانګړتیاوې هم وګورو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA