ده ویلي چې د يادې ستونزې د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزې د حل په هدف غواړي۲۰۰ ښځينه روغتياپالانو ته په هېواد کې داخل د تخصص په برخه کې روزنه ورکړي چې ورسره به د ښځينه ډاکټرانو د کمښت ستونزه حل شي.
هغه وويل:
«د ايم ډي په برخه کې کمښت موجود دی، انشاالله موږ کوښښ کوو چې خالي ځايونه ډک کړو. موږ ۲۰۰ ښځینه ډاکترانې د تخصص پروسي ته معريفي کړې، نه يوازي په ولاد نسايي کې، بلکي په عمومي جراحۍ، په داخله، د اطفالو په برخه کې او اړوندو اړينو نورو برخو کې. موږ خپلې خویندې تخصص ته معريفي کړي دي.»
ډاکټر قلندر عباد وايي، د هېواد د ټولو ولسواليو له جملي څخه يوازې ۹۰ ولسوالۍ معياري روغتيايي مرکزونه لري او په وينا يې، دوی به ۳۰۰ روغتيايي مرکزونه د ولسواليو په سطحه جوړ کړي.
د هغه په وينا، په ټول هېواد کې د ۲۸۵ نويو روغتيايي مرکزونو د جوړېدو ترڅنګ به د روغتيايي برخې پر معياري کولو هم کار وکړي.
هغه زياته کړه:
«په افغانستان کې د ۴۰۰ ولسواليو څخه يوازي ۹۰ دانې ولسوالۍ شفاخانې لري، ۳۱۰ ولسوالۍ د ولسوالۍ په سطحه شفاخانې غواړي چې دا زموږ لپاره غټ چيلنچ دی. موږ د دې لپاره پلان جوړ کړی دی او ژر به عملي شي.»
د ارزګان يوه اوسېدونکې سميره وايي، نارينه ډاکټرانو ته چې کله هم دوی خپلې روغتيايي ستونزې بیانوي، دوی د شرم احساس کوي او ډېرې داسې ناروغۍ وي چې نارينه ډاکټرانو ته يې د ويلو توان نه لري.
هغې زياته کړه:
«ښځينه ډاکټرې ته خوشحاله يو، نارينه ته موږ د شرم د لاسه خپلې ناروغۍ نه شو ويلی. ښځه ډاکټره قربان شم، د ښځو پرده سره يوه ده، موږ په ښځو ډېر خوشحاله يو.»
د ارزګان يوه بله مېرمن نازيه بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ښځو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي، تر څو په دې برخه کې شته ستونزې حل شي.
هغه وايي، که ښځو او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي، موږ به په هره برخه کې ښځینه ډاکترانې، استادانې او نور پرسونل ولرو.
دې وويل:
«دا ښوونځي خو دې راته خلاصي کړي، د راتلونکي نسل اينده خو به مو سم شي. زده کړې ډېرې مهمي دي، څوک چې زده کړي نه لري، داسې دي لکه په سترګو کې څه نه ویني.»
دا په داسي حال کې ده چې تردې مخکي د ارزګان روغتيايي مسولينو خبر ورکړی و چې د دغه ولایت اوسېدونکي د ښځينه ايم ډي ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخ دي.