ads

د نجونو زده کړو د پیل بیا بیا غوښتنه

که څه هم د اسلامي امارت مسوولینو ویلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو پرېکړه دایمې نه ده، خو څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې.

اسلام الدین احمدي
4 لیندۍ 1402
د نجونو زده کړو د پیل بیا بیا غوښتنه

د اسلامي امارت مسوولینو هم بیا بیا ویلي چې اړوندې ادارې دې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي.
په تازه څرګندونو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په لوګر کې یوې غونډې ته ویلي چې «علم پر نر او ښځه» فرض دی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي چې په هېواد کې ټولو وګړو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
نوموړي ویلي چې د یو هېواد د پرمختګ یوازنۍ لاره علم او زده کړې دي او باید د ټولنې ټولو وګړو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
«علم مطلق پر نر او ښځه دواړو فرض دی. د پوهنتونو، ښوونځيو او مدارسو دراوازې اوس هم پرانستي دي. زموږ هیله له ټولو اړوندو مقاماتو څخه همدا ده چې نورې دروازې هم ژر تر ژره د تعلیم لپاره خلاصې کړي او دې ته زمینه برابر کړي چې هر کال په مختلفو برخو کې فارغان ولرو.»
بلخوا، د اسلامي امارت د وزیرانو شورا په غونډه کې هم چې په تېره اونۍ کې پایته ورسېده، د ښوونکو او زده کوونکو د علمي ظرفیت لوړونې او د دوی د ستونزو په اړه بحثونه شوي دي.
که څه هم په اعلامیه کې په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د ښوونکو او زده کوونکو د ستونزو حل په اړه یو شمېر تصامیم ونیول شول.
ښځینه فعالانې هم له حکومت څخه غواړي چې د ښځینه وو د زده کړو په برخه کې د خبرو پر ځای کړې ژمنې عملي کړي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
دوی خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښایي په نږدې راتلونکې کې به هېڅ ښځينه ډاکټره ونه لرو چې د یوې بلې مېرمنې درملنه وکړي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګ یار وايي، اسلامي امارت باید یاده ستونزه نور ونه غځوي او د ټولنې نیمايي برخې ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.
«باید ژر تر ژره نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي او پرېښودل شي چې افغانان په ګډه خپلې ستونزې حل کړي. نور باید د ښځو مسایل اوږده نه شي چې د نړۍ د خبرونو سرلیک پرې جوړ شي. موږ تل پر خپل ننګ، غیرت او افغانیت ولاړ یو، خو په پکار ده چې نور نجونو ته ښوونځي پرانیستل شي.»
د ښځو حقونو بله فعاله تور پیکۍ مومند هم وايي، د یوې بسیا او پرمختللې ټولنې پرمختګ لپاره د ښځو کار او په ځانګړې توګه تعلیم ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
«له ښځو پرته یوه ټولنه هېڅ کله هم پرمختګ نه شي کولی. هغه افغانان چې اوس له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول ایستل کېږي، ډېری یې د خپلو ښځینه اولادونو د زده کړو په خاطر کډوال شوي وو، خو دا چې دلته هم هغوی ته د زده کړو زمینه نه وي برابره، دا یوه لویه ستونزه او ننګ دی.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د اسلامي امارت ځینو نور لوړ پوړو چارواکو مخکې هم د نجونو د تعلیم په اړه ورته څرګندونې کړې دي. افغانان هم هیله‌مند دي چې د اسلامي امارت رهبري ژر تر ژره د نجونو پر مخ د زده کړو تړلې دروازې پرانیزي، تر څو د علم په ګاڼه سمبال ټولنه ولرو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA