ads

زلزله ځپلي د مرستو له وېش څخه شکایت کوي

په هرات کې د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي او ښاریان تر زلزلې وروسته د مرستو پر ورو وېش اندېښنه څرګندوي.

اسلام الدین احمدي
7 لړم 1402
زلزله ځپلي د مرستو له وېش څخه شکایت کوي

دوی وايي، په هرات کې له لومړۍ زلزلې څه باندې درې اوونۍ تېرې شوې، خو لا هم دوی ته په شفاف ډول مرستې نه دي رسېدلي.
د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکى نورګل چې هر څه یې له لاسه ورکړی، کليد ته وویل چې مرستې په شفاف او چټک دول نه وېشل کېږي.
«یو ځل راغلل، همداوس زما مېرمن او ماشومان د باندې دي، هوا هم سړه شوې، موږ له ډاره خپلو کورونو ته د تګ جرئت نه کوو. زموږ کورونه په خطر کې دي، موږ ته مرستې نه رسېږي.»
د زنده جان ولسوالۍ بل اوسېدونکی بسم الله وايي، دوی ته مرستې په شفاف ډول نه وېشل کېږي.
«موږ ته مرستې په سمه توګه نه دي راکړل شوې، درې ورځې کېږي چې دوی موږ ته کومه مرسته نه ده راکړې، پیسې نه لرو او له یوې نانوايي څخه په لس افغانیو ډوډۍ اخلو، کمېسیون مرستې رد کړې او نورو ولسوالیو ته یې لېږدوي.»
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سختو زلزلو له دوام څخه اندېښنه څرګندوي.
د هرات پنځمې ناحيې یوه اوسېدونکې شکريه وايي، له يوې خوا بې ځايه کېدل او له بلې خوا د سختو زلزلو وېرې يې ژوند لا پسې تريخ کړى.
«زموږ کور درزونه کړي، کور ته لاړم چې بيا زلزله وشوه، مجبوره شوم بېرته د باندې راووتم. زما لور او خور کور ته له تګ څخه ډارېږي.»
له بلې خوا په هرات کې د مرستو د راټولولو کمېسیون مسوولین ژمنه کوي چې ټولې مرستې به په شفاف ډول پر خلکو وویشل شي.
د دغه کمېسیون مالي مسوول عصمت الله یاسر وايي، تر اوسه پر خوراکي او غیر خوراکي مرستو سربېره شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي پیسې دغه کمېسیون ته سپارل شوې دي.
«موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې مرستې یو مشخص کمېسیون ته رسېدلی او دغه کمیسیون ژمنه کوي چې مرستې به په شفاف ډول پر خلکو وویشي. مرستې له بیلابیلو ولایتونو څخه هم هرات ته رسیدلي دي.»
هرات په تېرو درېیو اوونیو کې د ریښتر په کچه ۶.۳درجې او ۵.۲درجو زلزلو ولړزاوه چې په پایله کې یې تر ۱۴۰۰ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA