ads

مولوي عبدالکبیر: افغان متخصصین زموږ لویه پانګه ده

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې متخصصینو ته اړتیا لري

عبدالغني حقمل
7 غبرګولی 1403
مولوي عبدالکبیر: افغان متخصصین زموږ لویه پانګه ده

ارګ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د یکشنبې په ورځ په کابل کې له یو شمېر بهر مېشتو افغان کارپوهانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه او د خلکو خدمت وکړي.

په بهر کې له یو شمېر افغان کارپوهانو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپلو خلکو خدمت وکړي.

نوموړي افغان متخصصين د هېواد لويه پانګه بللې او ویلي یې دي، چې د هېواد د کادرونو او شخصیتونو ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او هڅه کوي چې هر راز اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

په لیدنه کې افغان متخصصینو ویلي چې د دوی له ډلې یو شمېر یې چمتو دي چې خپل هېواد ته را وګرځي.

د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم له بهر مېشتو افغان متخصصینو غوښتي چې خپل هېواد ته راوګرځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA