ads

د افغان ښځینه خبریالانو له کړاونو ډک ژوند

د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې چې اوسمهال هلته د ښځینه خبریالانو کار کړل ستونزمن دي، یو هم افغانستان دی.

سمینه افغان
23 زمری 1402
د افغان ښځینه خبریالانو له کړاونو ډک ژوند

د بې پولې خبریالانو بنسټ وایي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې په افغانستان کې ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې او ژوند یې له کړاونو سره مخ شوی دی.
په ورته وخت کې افغان ښځينه خبریالانې هم وایي، بېکاري د دې سبب شوې چې ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ او اقتصادي حالت یې کمزوری شي.
یوه خبریاله چې نه غواړي نوم یې خپورشي، داسې وایي:
«په وروستیو کې د رسنیو د اقتصادي ستونزې او ځینې محدودیتونه سبب شوي چې ښځينه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړي.»
حسنا اماني چې د ملي ټلویزیون مخکنۍ کارمنده ده وایي، د اسلامي امارت په راتګ سره یې دنده له لاسه ورکړې ده:
«زه د ملي تلویزیون کارمنده‌وم، خپله دنده مې له لاسه ورکړې، د کور سرپرستي هم راپه‌غاړه ده.»
د فریدې خورشید په مستعار نوم یوې بلې خبریالې وویل چې وړاندې یې په هلمند کې له یوې خصوصي راډیو سره کار کاوه، خو کله چې تحول راغلی، دنده یې له لاسه ورکړې او ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
خو پوښتنه دا ده چې د خبریالانو د خوندیتوب او ملاتړ بنسټونو د ښځینه خبریالانو لپاره څه کړي دي؟
په همدې اړه د خبریالانو خوندیتوب کمېټي ویاند عبدالقیوم «ویاړ» وايي:
«د بیکاره شو خبریالانو لپاره مو د کاري فرصتونو لپاره هڅې پیل کېړې، له نړیوالو بنسټونو سره مو اړیکې نیولې او رسنۍ مو هم هڅولې چې دغو خبریالانوته کار ورکړي.»
د خبریالانو ملاتړ ادارې یا «نی» مسوول ظریف کریمي بیا په دې اړه داسې وايي:
«په تېرو دوو کلونو کې موږ شاهد یو چې د ۷۰ فیصده ښځینه او نارینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې په یوې ناهیلې فضا کې ژوند کوي.»
وړاندې اسلامي امارت ویلي چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي، خو دا چې کله به دغه ملاتړ عملي بڼه خپلوي، هغه پوښتنه ده چې لاهم بې ځوابه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA