ads

د ورزشي کلبونو د مسوولینو شکایتونه

په ننګرهار کې د ورزشي لوبو یو شمېر هغه کلبونه تړل شوي چې مالیه یې نه وه ورکړې او یا یې د ورکړې وس نه درلوده.

جان اغا صالح
25 چنګاښ 1402
د ورزشي کلبونو د مسوولینو شکایتونه

په ختیځ کې د رزمي لوبو رییس ګران اغا کاموال وایې، تر دې وړاندې په ننګرهار کې فري فایټ، بوکس، پهلوانۍ او یو شمېر نورو رزمي لوبو ۷۵ کلبونو فعالیت درلوده، خو اوس یې له ډلې ۱۲ کلبونه تړل شوي دي.
نوموړی د یادو کلبونو د تړل کېدو عمده لامل لوړه مالیه یادوي چې د کلبونو مسولین یې د ورکړې وس نه لره.
کاموال زیاته کړه:
«له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې په تېر کې پر ورزشکارانو او کلبونو باندې مالیات بند وو او په تېر حکومت کې ترې هم نه اخیستل کېدل او دوی هم باید وانه خلي. په اوسني وخت کې زموږ ۱۲ کلبونه بند شوي. هره میاشت لس زره افغانۍ مالیه راځي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.»
هغه اندېښنه لري او وایې، که پر ورزشي کلبونو مالیه کمه نه شي، د ګڼ شمېر نورو د تړل کېدو وېره هم شته.
په همدې حال کې جلال اباد ښار کې د شل زره امریکایي ډالرو په لګښت د سنوکر یو نوی کلب پرانیستل شو او په فعالیت یې پيل وکړ.
د دغه کلب مسول زړور اکبر وایي، پر یاد کلب یې د پانګونې هدف دا دی چې د نورو لوبو تر څنګ دې لوبې ته هم کار وشي.
نوموړی هیله مند دی چې حکومت به ورزشکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
اکبري زیاته کړه:
«پخوا په ننګرهار کې داسې کلبونه نه وو، انشاالله تمه لرو چې سنوکر خو یوه ورزشي لوبه ده او نور کلب لرونکي هم باید په دې برخه کې کار وکړي، چې ځوانان تشویق شي ورزش ته.»
بلخوا، د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست استازی منیر الدین خالد وایې چې اوسمهال ننګرهار کې د سنوکر د ۲۵ کلبونو له جملې یې دوه تړل شوي دي.
هغه له ورزشي کلبونو څخه د لوړې مالیې اخیستل تاییدوي او وایې، هڅه یې پیل کړې چې د کلبونو په برخه کې شته ستونزو ته دحل لار پیدا کړي.
خالد زیاته کړه:
«زموږ په کلبونو باندې زیاتره مالیه راځي مونږ د ننګرهار له مستوفي او ولایت مرستیال سره ناسته کړې، ځکه دغه ورزشکاران چې ورزش کوي د ننګرهار او افغانستان په نامه یې کوي؛ نو په کار ده چې باید پر ورزشکارانو مالیه کمه کړي او دغه راز له المپیک ریاست سره دغه ستونزه شریکه کړې.»
په ورته مهال هغه خصوصي کلبونه چې په جلال اباد ښار کې فعاليت کوي، مسولین یې وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله يې تر نيمايي ډېر ورزشکاران له لاسه ورکړي دي.
ورزشکاران غوښتنه کوي چې هر ډول لوبو ته دې پاملرنه زیاته شي، څو لوبغاړي وروزل شي او په راتلوونکې کې د نورو ولایتونو او یا هم له هېواده بهر له لوبغاړو سره سیالۍ تر سره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA