ads

په ارزګان کې اړمنې کورنۍ بشري مرستو ته په تمه وي

د نورو ولایتونو غوندې په ارزګان کې هم بېوزلي ډېره شوې او خلک یې وایي، د نړیوالو په مرستو یې د ژوند ټولې چارې مخته وړي، خو که دغه مرستې هم ودرېږي، د ژوند ناخوالې به یې نورې هم ډېرې شي.

احسان الله ولسمل
10 غبرګولی 1402
په ارزګان کې اړمنې کورنۍ بشري مرستو ته په تمه وي

بي بي ګله چې د شپږو اولادونو مور ده، د خوړو نړيوال پرګرام له خوا په مرستو کې یې نوم ليکنه کړې.
هغه وايي، په کور کې هېڅ نه لري او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ژوند ټولې اړتياوې له همدغو مرستو پوره کوي.
نوموړې له نړیوالو غواړي چې بشري مرستې ورسره دوامداره وساتي.
هغې وويل:
«ډېره مجبوره يم، دغه مرستې موږ په خپل کور کې مصرفوو. موږ خوشحاله يو، موږ په دغه مرستو ځانونه ساتو چې دغه مرستې نه وي، موږ شپې او ورځې په نهره تير کړې.»
يو شمېر نور کسان چې د بېلابېلو مرسته کوونکو سازمانونو له خوا څخه ورسره وخت ناوخته مرستې کيږي وايي، د کار روزګار دروازې تړل شوې او يوازې همدغه مرسته کوونکي سازمانونه دي چې له دوی سره هم بشري مرستې کوي او هم ورسره د کار په پیدا کولو کې همکاري کوي.
زين الله او ګل اغا يې په اړه وايي:
زين الله:
«له موږ سره نړيوالو مرستې کړې، موږ ډېر ورڅخه خوشحاله يو، کورودانۍ ورته وايو. دغه اوس ما بادام په پور اخيستل اووړه مې په اخيستل.»
ګل اغا:
«فلج شوم، بیا ګونګۍ سوم، اوس لږ خبرې کولای شم، موږ دغه ډول مرستو ته ډېره زياته اړتيا لرو. ستاسو يې کورودان چې له موږ سره مو مرستې وکړي.»
د خوړو نړيوال پرګرام (WFP) په مالي ملاتړ د ارزګان په چورې اوچنارتو ولسواليو کې پر ۳۲۹۷ کورنيو د خوراکي توکو د مرستو وېش پیل شو.
د دغه ولايت د کليو او بیارغونې ریاست يو تن مسول ننګيالی وايي، دوی دغه مرستې يو شمېر کسانو ته د کار په بدل کې او يو شمېر نورې بې سرپرستو ته ورکول کېږي.
نوموړي کليد راډيو ته وويل:
«د خوړو نړيوال پرګرام په مالي ملاتړ په چورې او چنارتو ولسوالیو کې په مجموعي ډول ۳۲۹۷ کورنيو ته د خوراکي توکو د ورکول لړۍ پیل شوه او په راتلونکي کې هم موږ له خلکو سره د مرستو پرګرام په پام کې لرو.»
څو ورځې مخکې ارزګان ته د افغاني سرې مياشتې عمومي مشر راغلی و او دلته يې په يوه غونډه کې وويل چې ۳۰ ميليونه اقتصاد ځپلو افغانانو ته په يوازې سره د سرې مياشتي رسېدنه ناشونې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA