په خوست کې د سولې پیغام راډيو مشر زاهدشاه انګار وايي، رسنۍ له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، ژورنالېستان اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې هم ستونزې لري:
«په تېرو څلور کلونو کې د افغانستان رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، دا ډېره جدي مساله ده، نږدې ۴۸ فیصده رسنۍ تړل شوې. اکثره رسنۍ ژورنالېستانو ته معاشونه نه لري، ژورنالېستانو کارونه له لاسه ورکړي دي او بل اطلاعاتو ته د لاس رسي ستونزه وه.»
د خوست یو بل سیمهییز خبریال شیرین درمان وايي، له سیاسي بدلون وروسته د رسنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او د رسنیو مسوولین او ژورنالېستان په نشتو امکاناتو کار کوي:
«یو شمېر موضوعاتو کې معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې محدود دي، نو له اړونده ادارو مو غوښتنه ده چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي، څو د خبریالانو له لارې ولس اګاه شوی وي.»
بل پلو د خوست کې د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي، په خوست کې رسنۍ د پراختیا په حال کې دي او په نږدې راتلونکې کې به څلور نورې رسنۍ هم نوی په فعالیت پیل وکړي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د مطبوعاتو د قانون په چوکاټ کې د رسنیو هر ډول ستونزو ته رسیده ګي کوي:
«په خوست کې الحمدالله د ژورنالېستانو ډېر ټول کارونه ډېر ښه روان دي، هېڅ یوه رسنۍ سقوط خو نه، بلکې اضافه نورې هم څلور رسنۍ د فعالیدو په حال کې دي. دا په ټول افغانستان کې دا امتیاز یوازې خوست ته حاصل دی.»
د یادونې وړ ده چې یو شمېر ژورنالېستان د رسنیو پر ملاتړو ټولنو او اتحادیو نیوکه کوي چې په ځانګړو مناسبتونو کې غونډې کوي او له رسنیو او ژورنالېستانو ملاتړ اعلانوي، خو په رښتيني توګه داسې هڅې نه کوي، چې د ژورنالستانو ستونزې ورسره حل شي.