ads

د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې لمانځنه

د مې میاشتې درېیمه د مطبوعاتو ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

اسلام الدین احمدي
13 غویی 1402
د مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې لمانځنه

دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کیږي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وایي، اوسمهال تر بل هر وخت په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی، پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه هم ډېر شوي؛ ډېری رسنیو د اقتصادي ستونزو په دلیل خپل فعالیتونه درولي او په کور دننه سلګونه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ اداره یا «نۍ» هم وایي چې اوسمهال په افغانستان کې ۵۰فیصده رسنۍ د سیاسي تحول او اقتصادي ستونزو په دلیل تړل شوې او ۶۵فیصده خبریالان او د رسنیو کار کوونکي بېکاره شوي دي.
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې د لمانځلو په هدف نن په کابل کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له لوري غونډې نیول شوې وې چې د رسنیو مسوولین، کارمندان، خبریالان او حکومتي چارواکي ور بلل شوي وو.
یو شمېر خبریالان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د رسنیو او خبریالانو کار سخت شوی او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د اقتصادي ستونزو له کبله ډېری رسنۍ تړل شوې دي.
یو تن خبریال عمر ناصري وايي:
«زموږ هیله دا ده چې اسلامي امارت د رسنیو ازادۍ ته لکه څنګه چې دوی په خپلو خبرو کې وايي، همغه ډول ژمنتیا وښایې او خبریالانو ته په کاري ساحه کې ستونزې جوړې نه کړي.»
خبریاله بهشته محمدي وايي، په افغانستان کې د بیان ازادي لکه څنګه چې لازمه ده، نشته او د ښځو پر وړاندې د کار محدودیتونه د دې سبب شوي چې ډېری ښځینه خبریالانې دندې له لاسه ورکړې.
«د ښځینه خبریالانو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم ده چې د حکومت یو شمېر ویاندویان او دولتي چارواکي لاهم دې ته نه حاضرېږي چې له دوی سره مرکې وکړي.»
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې رییس حجت الله مجددي د یادې ورځې په لمانځغونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې اوسمهال له ۶۱۰رسنیو څخه ۲۲۵یې تړل شوې دي.
دی زیاتوي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له کبله د رسنیو اووه زره کارمندانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د ۲۸۰۰ښځینه خبریالانو له ډلې اوس یوازې ۵۰۰خبریالانې په رسنیو کې دندې مخته وړي.
«که څه هم په یو نیم کال کې ستونزې موجودې وې، خو له دې سره سره ۲۰ رسنۍ بېرته فعالې شوې او پنځه رسنۍ جوړې شوې. څلور زره خبریالان کار کوي چې له ډلې یې دوه زره خبریالان ډېره کمه اندازه معاش لري او خپل اړتیاوې هم نه شي پوره کولی.»
اسلامي امارت بیا د رسنیو د بشپړ ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د یادې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دوی د بیان ازادۍ او رسینو ملاتړ ته پوره ژمن دي.
«کومې رسنۍ او خبریالان چې اوس مهال فعالیت کوي، موږ د دوی ملاتړ کوو او دوی ته د یو ارزښت په صفت ګورو. موږ اطلاعاتو ته د لاسرسي او تختۍ کمېسیونونه چې د نړیوالو او افغان خبریالانو غوښتنه وه، کار پرې کړی چې ژر به خپل فعالیت پیل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان خبریالان او د رسنیو مسوولین له حکومت او نړیوالې ټولنې د رسنیو د مالي، اقتصادي ملاتړ، اطالاعاتو ته د لاسرسي او ځینو نور ستونزو د حل غوښتنه کوي او په دې برخه کې د عملي ګامونو په پورته کېدو ټینګار کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA