ads

پر واکسین باور وکړئ، نه پر شایعاتو!

طبي پوهان، واکسین د بېلابېلو ناروغیو د شدت کموالي او مخنیوي په برخه کې د وقایې تر ټولو اساسي، ګټوره او اسانه لاره‌چاره بولي، خو په دې منځ کې یو شمېر خلک د طبي پوهانو د ټینګار باوجود هم، واکسین ته زړه نه‌ ښه کوي او د بېلابېلو دلایلو او پلمو له مخې یې ردوي.

فضل هادي حمیدي
29 وری 1402
پر واکسین باور وکړئ، نه پر شایعاتو!

د کابل ښار اوسېدونکی نوراحمد خو یو ګام مخته اخلي او وايي، لا په دې نه‌پوهېږي چې د کرونا او نور واکسینونه به ګټور وي او که نه، خو په خبره یې چې تر اوسه کرونا نه‌دی نیولی او هیله‌من دی چې ترې خوندي پاتې شي.
«زه تر اوسه کرونا نه‌یم نیولی او نه‌پوهېږم چې دا واکسین به ګټه ولري او که نه؟»
له کابل ورهاخوا بیا د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی فضل‌الرحیم مني چې د شایعاتو له کبله له واکسینو وېرېدلی دی، نو ځکه ورته زړه نه‌ښه کوي.
«اوازې وې چې خلک ډېر سخت حالت ته رسوي، ډېرې شدیدې تبې کوي او ځینې کمزورۍ ورته پیدا کوي.»
د خوست ولایت اوسېدونکی میوندخان بیا وايي، له ډېرو خلکو یې اورېدلي چې ګواکې واکسین د ګټې پر ځای زیان پېښوي.
«دوی وایي واکسین د بدن دفاعي سیستم له‌پاره مضر تمامېدلای شي او ځینې خلک بیا د واکسینو ازمېښت ته هم د شک په سترګه ګوري او وایي چې سم نه‌دي ازمایل شوي او کېدای شي د بدن له‌پاره نور زیانونه هم واړوي.»
ټولنیزو رسنیو کې څه دي؟
که له دې راتېر شو د واکسینو په اړه ناسمې اوازې او څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې هم احساسېږي. یو شمېر کسانو د کلید له لوري د واکسینو عامه پوهاوي تر یو پوست لاندې تر ډېره هغه څه لیکلي چې د شایعاتو په توګه د خلکو ترمنځ د واکسینو په اړه لاس په لاس کېږي. محبوبه صدیقي په نوم یوې کاروونکې لیکلي: «واکسین هېواد ته په معیاري او صحي توګه نه رالېږدول کېږي او خپل خاصیت له لاسه ورکوي.» بل فیسبوک‌کاروونکی حبیب‌الله فیاض وایي:«امریکا، اروپا او ځینو نورو غیر اسلامي هېوادونه، له بې‌وزله اسلامي هېوادونو څخه خپل طبي او نظامي لابراتوارونه جوړ کړي.» جان‌محمد صفري بیا وايي: «د کرونا واکسین حافظه له منځه وړي او خلکو ته د هېرېدو ستونزه پیدا کوي.» محمدعلي رضایي لیکلي:«جنسي قوت څومره کموي، لږ تر لږه له ۶۰ تر ۷۰٪، آیا دا یو نه جبرانېدونکی زیان نه‌دی.» دیدار جهش بیا لیکلي:«ماته یې د حافظې، پښو، ملا، اعصابو، سترګو او نور تکلیفونه پیدا کړل.»
خو واقعیت څه دی؟
شواهد ښيي، ډېری خلکو چې واکسین کارولي له اغېزو یې خوښ دي او وايي چې د وقایې اساسي لاره‌چاره ده.
د پایتخت کابل اوسېدونکی نورالله وایي، د کرونا له واکسینو وروسته بیا یا کرونا نه‌دی نیولی او یا دومره اسانه تېره شوې چې دی پرې نه‌دی پوهېدلی.
«کله چې د کرونا واکسین هېواد ته راغی ما وکړو، نو د الله ج فضل دی، کرونا نه‌یم نیولی او که یې نیولی هم یم، نو عادي به تېره شوې وي او زه پرې نه‌یم پوه شوی ځکه واکسین مې کړي وو.»
احسان‌الله چې بیا خپلې ټولې کورنۍ ته واکسین کړي، وايي چې د کرونا مخه یې په خپل کور کې چورلټ نیولې او د تېر په څېر ترې په عذاب شوې نه‌دي او تر واکسینو وروسته یې په کورنۍ کې هېڅ مثبت پېښه نه‌ده ثبت شوې.
دغه هېوادوال، همداراز له نورو غواړي چې د کرونا واکسینو ترڅنګ نور اړین واکسینونه هم وکړي او په تېره بیا ماشومان د پولیو او شري له واکسین څخه بې‌برخي نه‌کړي.
«موږ خپلو ماشومانو ته د شري او ګوزڼ واکسینونه ورکړي او د کورنۍ لویانو مو د کرونا واکسین کړي دي، نو د الله ج په فضل موږ له واکسینو وروسته د یادو ناروغیو کومه ناوړه پېښه په کورنۍ کې نه‌لرو.»
څه وکړو؟
د دې ټولو باوجود، ډاکټران له خلکو غواړي چې له شایعاتو واټڼ واخلي او د واکسینو حقیقت درک کړي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر کلیم‌الله ارشد رحیمي وایي چې د واکسینو اغېزناکي د روغتیا نړیوال سازمان او نورو نړیوالو ادارو تایید او خلکو تجربه کړې او داسې هېڅ نه‌تر سترګو کېږي چې بیا هم د شایعاتو ښکار شو.
«د روغتیا نړیوال سازمان وایي، که خلکو واکسین نه‌وای کړي، په یوه کال کې به ۱۵ میلیونه خلک د کرونا له کبله مړه شوي وو.»
رحیمي زیاتوي، که څه هم واکسین سل په سله د ځینو ناروغیو مخنیوی نه‌کوي، خو په خبره یې د بدن مقاومت په کافي اندازه زیاتوي چې له کبله یې د ناروغۍ شدت راکمېږي او اسانه تېرېږي.
«هر واکسین د انسانانو له‌پاره ګټور دی، په ځانګړې توګه کرونا واکسین د هغو کسانو له‌پاره اړین دی چې عمر یې لوړ وي، د مېرمنو له‌پاره، د هغو کسانو له‌پاره چې له وړاندې د شکرې، فشار، چاغوالي، سرطان او داسې نورې ناروغۍ لري، ډېر اړین دي.»
اسانه‌ وقایه
بل لور ته د داخله ناروغیو مختصص ډاکټر محمد یوسف طیب بیا وايي چې واکسین د ځان او کورنۍ او بالاخره د ټولنې خوندي‌کولو او وقایې اساسي لاره چاره ده او هر څوک چې ورسره بې‌پامي وکړي، ځان، کورنۍ او ټولنه له خطر سره مخ کوي.
«ټولو هېوادوالو ته زما توصیه دا ده چې واکسین یو روغتیایي تجویز دی چې په تطبیق سره یې کولای شو د ناروغۍ په مقابل کې زموږ د بدن معافیت او یا دفاعي سیستم لوړ شي او په نتیجه کې یې بچ پاتې شو، نو موږ باید په خپله هم واکسین وکړو او د خپل کلي او ولس خلک هم واکسینو ته وهڅوو.»
یوازنۍ لاره
له دې سره هم‌مهاله ډاکټر عبدالستار زرداد وایي چې واکسین له بېلابېلو ساري او وژونکو ناروغیو سره د مبارزې یوازینۍ لاره ده او دا د هېوادوالو او ولسونو ملي او دیني وجیبه ده چې د ځان، کورنۍ او خپلې ټولنې د خوندي کولو له‌پاره لاس په کار شي.
« په نړۍ کې ډېری داسې ناروغۍ شته چې هغه کومه ځانګړې درملنه نه‌لري او که یې لري هم، هغه ډېره سخته ګران‌بیه ده، لکه کرونا، ایبولا او نورې، نړۍ د دغو ناروغیو مخنیوي لپاره واکسین جوړ کړل، موږ چې کله یو شخص ته د یوې ناروغۍ واکسین کوو، هغه شخص د هماغه واکسینو په مقابل کې معافیت حاصلوي چې بیا کله په همدغه انتان اخته کېږي، یا هېڅ نه ناروغېږي او یا که ناروغ هم شي، ناروغي یې ډېره خفیفه وي او سخت پړاوو ته نه ځي.»
د یادولو وړ ده چې په ۱۳۹۸لمریز کال کې چې په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ پېښه ثبت شوه، بیا تر ننه نږدې ۲۰۰زره کسان پرې اخته شوي، شاوخوا ۸زره ترې وژل شوي او نږدې ۱۲نیم ملیونه وګړو واکسین کړی او همدا اوس اوس د هېواد په ۱۷ولایتونو کې د بوسټر دوز یا کرونا تقویتي واکسینو د تطبیق بهیر روان دی چې شاوخوا دوه‌نیم ملیونه وګړي به وپوښل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA