ads

د وچو مېوو بیې لوړې شوې؟

د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره په کابل ښار کې د وچو مېوو بازار تود شوی

اسلام الدین احمدي
27 وری 1402
د وچو مېوو بیې لوړې شوې؟

د کابل یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د وچو مېوو بیې د سږکال په پرتله ډېرې لوړې شوې دي.
دوی وايي، د اقتصادي ستونزو او د کار وبار نشت له کبله نه شي کولی چې سږکال د اختر مېوه د اړتیا مطابق وپلوري.
د کابل اوسېدونکی سید کریم وايي، که څه هم اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، خو بیا هم راوتلي چې د خپل وس مطابق د اختر لپاره وچه مېوه وپلوري.
نوموړی وايي، هر کال د اختر په رانږدې کېدو سره د وچو مېوو بیې لوړېږي او زیاتره خلک یې د اخیستلو توان نه لري.
«یوازې نخودو باندې مې وس ورسېد چې واخلم، خو د نورو وس نه لرم ځکه ګران دي او بل کارونه هم په ټپه ولاړ دي. هیله مې دا ده چې وچه مېوه دوکاندارانو ته ارزانه راشي او دوی یې هم په مناسبه بیه وپلوري او ټول خلک یې د اخیستلو وس ولري.»
د کابل اوسېدونکی اغا حسین هم ورته ستونزه یادوي او وايي چې د کار وبار نشت له کبله نه شي کولی چې د اختر لپاره وچه مېوه وپلوري.
نوموړی وايي، که د پخوا په څېر یې کاروبار ښه وای نو هر ډول وچه مېوه به یې پېرلي وای، خو په اوسني شرایطو کې یې د اخیستلو توان نه لري.
«کار او غریبي نشته، پیسې دومره نه لرو چې وچه مېوه واخلو، خو بیا هم مجبور یو دومره واخلو چې میلمه پرې وپالو او بس. نخود چې تېر کال ارزان وو، سږکال هغه هم ګران شوي او کیلو په دوه نیم درې سوه افغانۍ ده.»
بل لور ته د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وايي، کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې په یاد ښار کې د نورو توکو په څېر د وچو مېوو پر بیو هم بشپړ څار لري او هيڅ څوک نه شي کولای چې له ټاکلي نرخ پورته پر خلکو جنس وپلوري.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکري کلید ته وویل:
«هر څه چې په نرخنامه کې ټاکل شوي وي، په کابل ښار کې زموږ څار ټیمونو خوا نظارت کېږي او هیچاته به ددې اجازه ورنه کړي چې ظلم وکړي. د اختر په شپو او ورځو کې هم سره له دې چې یوه میاشت کېږي چې موږ د توکو پر بیو څار لرو، خو له دې وروسته به یې هم ولرو.»
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې نه یوازې د وچو مېوو بیې لوړې شوي بلکی د خوارکي توکو بیې هم په بې ساري ډول لوړ شوي وو چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA