ads

په ارزګان کې سوداګري پیکه شوې

د ارزګان سوداګر او هټوال وايي، د پخوا په پرتله یې۵۰فیصده د راکړې ورکړې بازار سوړ شوی دی.

احسان الله ولسمل
9 وری 1402
په ارزګان کې سوداګري پیکه شوې

د دغه ولايت هټوال وايي، لوړ ماليات، د خلکو اقتصادي ستونزې او په دې وروستيو کې د پاکستانيو کالدارو پر ځای د افغانيو ترويج يې اصلي لاملونه دي.
د دغه ولايت دوه سوداګر امان الله او ولي جان يې په اړه کليد ته وويل:
امان الله:
«اقتصادي ستونزې ډېرې زياتې دي، کار وبار نشته، خلک هسې خپل ژوند مخته وړي. ماليه زياته شوې، پخوا کالداري وي، اوس افغانۍ دي، ځکه زموږ کار وبار ورسره کمزوری شوي دی.»
ولي جان:
«بېخي ماليه پورته شوې، بل موضوع دا چې خلک افغانۍ بېخي نه پېژني او نورې ستونزې دا دي چې خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.»
په ورته وخت کې عام خلک وايي، دوی له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او ډېر وخت يوازې اړين توکي اخلي.
د یاد ولايت اوسېدونکی غلام فاروق وايي، که حکومت د خلکو اقتصادي وضعيت ښه کولو کې مرسته وکړي، په ښار کې به راکړه ورکړه زیاته شي.
دی وايي:
«اوس موږ يو کيلو شی خلو، هغه هم په دې روژه کې ډېر په لوړ قيمت دي. کارونه نشته، خلک هېڅ نه لري، مجبوره دي چې يوازې خپله ورځ تېره کړي.»
د ولايت د مستوفيت رياست ځايي مسولين بیا دغه څرګندونې رد وي او وایي چې په ښار کې د پخوا په پرتله ۹۰ فیصده راکړې ورکړې وده کړې.
د ارزګان مستوفي مولوي شفيع الله فاييز وايي، جګړه درېدلې، لويي لارې خلاصې شوې او کار وبار هم ښه شوی دی.
فاييز زياته کړه:
«د پخوا په پرتله ۱۰ برابره د خلکو عايد او کاروبار زيات شوی، پخوا چې چا لس فیصده پیر او پلور کاوه، هغه ۹۰ فیصده ته رسېدلی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې خلکو شکايتونه کول چې د تېرو کلونو په پرتله له دوی څخه لوړه ماليه اخيستل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA