د تېرې شپې په لوبه کې پاکستان افغانستان ته په ۶۶منډو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
صایم ایوب تر نورو زیاتې ۴۹ منډې وکړې.
افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او ټوله لوبډله یې د لوبې په ۱۹م اور کې په ۱۱۶ منډو وسوځېده.
تر دې وړاندې افغانستان په دوو پرلپسې سیالیو کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د دغو سیالیو غوره لوبغاړی محمد نبي ونومول شو.