د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرتالله جمال وایي، هڅه کوي چې د افغانستان د صادراتو د ارزښت کچه لا پورته یووسي.
نوموړي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته د دغه وزارت د تېر یو کال د لاسته راوړنو په تړاو وویل:
«که د سږ کال شمېرې له تېر کال سره پرتله کړو ۱۳۵فیصده ډېر شوي او که له ۱۳۹۹ کال سره یې بیا پرتله کړو نو ۱۶۶فیصده ډېروالی ښیي.»
مولوي قدرتالله جمال دغهراز وویل، هڅه کوي چې د افغانستان د صادراتو د معیاري کولو او لا زیاتوالي په هدف د صادراتو د پروسس مرکزونه جوړونه کړي.
«د صنعت او سوداګرۍ وزارت غواړي چې د صادراتو د معیاري کولو او لا زیاتوالي لپاره د کابل په ګډون د هېواد په ۵ زونونو کې د صادراتو د پروسس مرکزونه رامنځه کړي چې په لومړۍ مرحله کې د هېواد په مرکز کابل ددې زون د رامنځته کولو لپاره بودجه هم اختصاص شوې ده.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي همداراز وایي، په تېر یو کال کې شاوخوا ۱۰۰ بهرنیو پانګوالو د پانګونې په هدف ویزې ترلاسه کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، دغه پانګوال غواړي په کانونو، کرنه او نورو بیلابیلو برخه کې پانګونه وکړي.
«دغه پانګوال غواړي په افغانستان کې په کانونو، کرنې او ګڼو نورو برخو کې پانګونه وکړي. دغه پانګوال ډېری یې انجینران دي چې غواړي په افغانستان کې په کانونو ډېر تمرکز وکړي.»
که څه هم په تېر یو کال کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ وخت ناوخت د سوداګریزو کړکیچونو په تړاو ځینې راپورونه خپاره شول، خو اوس تازه د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېر یو کال یې هڅه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې نږدې او ورغوي.
ددغه وزارت چارواکي زیاتوي، د سوداګریزو اړیکو د لا غوړیدو لپاره یې هڅه کړې چې په تېر یو کال کې ایران، پاکستان، روسیې، چین، ازبکستان، ترکمنستان او ګڼو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.