ads

لاهور قلندرز د پي ایس ال اتلولي وګټله

د راشد خان اړوند لاهور قلندرز لوبډلې د دویم ځل لپاره د پاکستان د سوداګریزو سیالیو اتل ولي وګټله.

کامران احمدزی
28 کب 1401
لاهور قلندرز د پي ایس ال اتلولي وګټله

تېره شپه د ملتان سلطان او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ د یادو سیالیو پای لوبه ترسره شوه چې لاهور قلندرز لوبډلې د یوې منډې په توپیر وګټله.
په دې لوبه کې لومړۍ توپ وهنه لاهور قلندرز لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۰ منډې جوړې کړې.
د لاهور لپاره عبدالله شفیقو په ۴۰ توپونو ۵۹، خو شاهین افریدي بیا په ۱۵ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.
ملتان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړی او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې.
د لاهور قلندرز لپاره په توپ اچونه کې شاهین شاه د ۵۱ منډو په ورکول سره څلور او راشد خان د ۲۶منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA