ads

په بنګله‌دېش کې اورلګېدنه او زیانونه

په بنګله دېش کې د « روهینګیايي» کډوالو په یو کمپ کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې شاوخوا ۲ زره سرپناوې یې سوځولې.

کامران احمدزی
15 کب 1401
په بنګله‌دېش کې اورلګېدنه او زیانونه

بنګله دیشي چارواکو ویلي چې د دې اور لګېدنې له کبله ۱۲ زره خلک بې ځایه شوي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د بنګله دېش د کډوالو کمېشنر « مجان الرحمن» له قوله ویلي چې دا اورلګېدنه د «کوتوپالونګ» په نامه د کډوالو په کمپ کې رامنځته شوې ده.
نوموړي ویلي چې تر دې دمه د اورلګېدنې له کبله د مرګ ژوبلې کوم خبر نه دی ورکړل شوی، خو د ۳۵ جوماتونو او دوو ښوونیزو مرکزونو په ګډون یې ۲ زره سرپناوې سوځولې دي.
لاهم د اور لګېدنې علت نه دی په ډاګه شوی؛ خو چارواکو ویلي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA