ads

۱۶کاله یې د کوژدنې کېدل، خو واده یې پرون وشو

سېلاب خيریه بنسټ د سه شنبې په ورځ ناوخته په کندهار کې د ۵۰ جوړو ودونه په ډله‌ییزه توګه ترسره کړل.

تاج محمد ساحل
10 کب 1401
۱۶کاله یې د کوژدنې کېدل، خو واده یې پرون وشو

د دغه بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، په دغو ځوانانو کې داسې کسان هم شامل وو چي له تېرو ۱۶ کلونو څخه يې کوژده کړې وه، خو د واده کولو وس او توان يې نه درلود.
نوموړی وايي، ډله‌ییز ودونه يې نه یوازې په کندهار، بلکې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره کړل دي.
د سېلاب خیریه بنسټ مشر وویل چي د ډله‌ییزو ودونو ترسره کولو هدف یې د لوړ ولور پر وړاندي مبارزه او د بی وزلو، یتیمانو او اړمنو خلکو لاس نیوی دی.
«ډېری ځوانان چي کلونه کلونه يې د کوژدې کېدل، خو د واده توان يې نه درلود. موږ په دغه ډله‌ییز واده کې شامل کړي دي.»
د یوه زوم مور بې بې زرغونه وايي، ډله‌ییز ودونه د زیاتو لګښتونو او د واده په مراسمو کې د ناوړه دودونو په مخنیوي کې خورا مهم دي.
نوموړې وايي، باید پر ځوانانو د واده بې ځایه مصارف او فشارونه کم شي.
«پلرونه باید دومره وکړي چي یوازې د ښځې شرعي مهر واخلي، زومان دې نه ځوروي.»
بل لور ته بیا زومانو له سېلاب خیریه بنسټ څخه مننه وکړه چي د دوي د واده مراسمو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړه.
« بې وسه او ناتوانه وو، کار نه وو چي د ولور پیسې مو برابرې کړيېوای. بیا وروسته د واده درانه مصارف وو. د سېلاب خيریه بنسټ يې کور ودان چي له موږ سره يې په دې برخه کې کومک وکړ.»
دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې د لسګونه جوړو ودونه ډله‌ییزه توګه کېږي، بلکې تر دې مخکې هم سېلاب خيریه بنسټ او یو شمېر نورو شوراګانو د بې وزله او ناتوانه ځوانان ودونه په ډله‌ییزه بڼه ترسره کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA