ads

په تېر یوه کال کې ۳۶۹کسانو ځان‌وژنه کړې

په دې وروستیو کې د افغانستان له ګڼو ولایتونو وخت ناوخته د ځا‌ن‌وژنې راپورونه راځي چې دغه ځان‌وژنې تر ډېره د تنکي عمر ځوانانو او پېغلو نجونو له خوا کېږي.

تاج ولي غورځنګ
10 سلواغه 1401
په تېر یوه کال کې ۳۶۹کسانو ځان‌وژنه کړې

په تازه پېښه کې په بدخشان کې د نورالهدا په نوم یو ۱۵کلن ځوان د زهرو په خوړولو ځان وژلی دی.
نوموړي خپل مور او پلار ته په لیک کې ویلي چې له ژوند څخه موړ شوی، نو ځکه نور نه غواړي چې ژوند ته دوام ورکړي.
دا د ځانوژنې لومړنۍ پيښه نه‌ده، په همدې اوونۍ کې د دوو نورو داسې پیښو راپورونه هم ورکړل شوي دي، که چیرته ورته پیښو ته کتنه وشي، له هیښوونکو شمېرو سره به مخ شوو.
کورنیو چارو وزارت په هېواد کې د ځان‌وژنو د پېښو د زیاتولی خبره کوي او وایي، یوازې په تېر یو کال کې یې شاوخوا د ۳۶۹کسانو د ځانوژنې پېښې ثبت کړې دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب په دې اړه کلید ته وویل:
«بدبختانه چې په تېر یو کال کې موږ ۳۶۹کسانو د ځانوژنې پېښې ثبت کړې چې په دې کې موږ ۶۸ پېښو ته رسېدنه کړې. د دغو پېښو تر شا کورنی تاوتریخوالی او ځینې نورې ستونزې وي.»
د رواني ناروغیو یو شمېر متخصصین وایي، په افغانستان کې ډېری ځوانان له سختې بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له‌ کبله ځان‌وژنې کوي.
د رواني ناروغیو ډاکټر جمشید رسا وایي، کورنۍ باید هڅه وکړي چې په داسې حالاتو کې له خپلو ځوانانو سره په ډېرو مسایلو کې نرم او صمیمانه چلند وکړي.
«کورنۍ باید د خپلو ځوانانو ستونزې په بشپړه توګه واوري او دغو ستونزو ته حل‌لاره ولټوي. هڅه باید وشي چې په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي.»
د بدخشان تر څنګ بلخ او ارزګان هم هغه ولایتونه دي چې په تېرو څو ورځو کې د ځان‌وژنې پېښې په کې ثبت شوې دي.
که څه هم امنیتي مسوولین د دغو ځان‌وژنو عوامل کورنۍ، اقتصادي ستونزې او نور بولي، خو لاهم په دې اړه څنګه چې لازمه ده، هغسې معلومات نه ورکول کېږي.
د کلید راډیو د موندنو له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ۲۳ کسانو ځانوژنې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA