هند لوبډلې په دې سره د شل اوریزو لوبو نړیوال جام پای لوبه وګټله.
په دې لوبه کې انګلستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۶۹ منډې جوړې کړې.
هند لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۴م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره او سیالي یې وګټله.
په دې شل اوریز نړیوال جام کې د ۱۶ هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه.