ads

خوست کې د نشه يي توکو پر ضد رزمي لوبې ترسره شوې

په خوست ولایت کې د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه سیمه کې، د نشه يي توکو پر ضد د لسو کلبونو ترمنځ د رزمي لوبې ترسره شوې.
مسوولین وايي، په دې وروستیو کې ځوانانو ورزش ته مخه کړې او دوی هڅه کوي چې، د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولسوالیو کې د ځوانانو لپاره سیالۍ برابرې کړي.

بصیر یاد
20 مرغومی 1401
خوست کې د نشه يي توکو پر ضد رزمي لوبې ترسره شوې

په خوست کې د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه سیمه کې، د نشه يي توکو پر ضد د لسو کلبونو ترمنځ د رزمي لوبې ترسره شوې چې، شاوخوا شپیتو لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه.

د بدنې روزنې امریت مسوولین وايي، هڅه کوي چې په ټولنه کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره د مرکز په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې د ځوانانو لپاره ورزشي سیالۍ برابرې کړي.

د دې لوبو جوړونکی فیصل صالح وايي، له دغو لوبو یې موخه د ځوانانو ورزش ته هڅول او د نشه يي توکو د زیانونو په اړه دوی ته پیغام ورکول وو.

«د دې مسابقاتو څخه زموږ دا هدف و چې، ځوانان تشویق شي ورزش وکړي او د نشه يي توکو څخه لرې پاتې شي. موږ به په راتلونکې کې نور مسابقات هم جوړوو.»

په خوست کې د رزمي لوبو مسؤول جمیل الماس هم وايي، په دې وروستیو کې ډېریو ځوانانو نشه یې توکو ته مخه کړې او په خبره یې، هغه ځوانان چې، سالم مصروفیتونه نه لري غواړي ورزش ته یې وهڅوي:

«دوه سړکه بازار کې چې کوم مسابقات نیول شوي وو دا د نشه يي توکو پر ضد وو، د دې لپاره هغه ځوانان چې بې دندې دي یا هغه ځوانان چې اوس یې مکتبونه رخصت شوي دي نو خدای مکړه چې دغه ځوانان په ناوړه کارونو اخته نه شي، د دې لپاره مو دغه مسابقات په لاره اچولي وو.»

ورته مهال د خوست وزرشي امر عطاءالله شاه کډوال بیا وايي، په خوست کې ورزشي لوبې ښې روانې دي چې، له کبله یې خوست لومړی مقام خپل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د مرکز ترڅنګ د خوست په مختلفو ولسوالیو کې د بېلابېلو لوبو سیالۍ روانې دي چې، موخه یې ورڅخه د ځوانانو ورزش ته هڅول او له ناوړه کارونو ساتل دي:

«د ازادو سیالیو مسابقې چې اماتور وې هغه نیول شوې وې، د نشه يي توکو پر ضد. الحمدالله ځوانان اوس هڅیدلي دي ورزش ته، موږ هغه شعارونه ورکوو چې، د افغانستان او ملت په ګټه وي او هم پوهاوی وشي او ترڅنګ یې موږ یوه نتیجه لاسته ترې راوړې وي.»

د یادولو ده چې، په خوست کې په دې وروستیو کې د ورزش د بېلابېلو لوبو سیالۍ زیاتې شوې، خو د دې لوبو لوبغاړي بیا له مسوولو ادارو څخه، د ورزشي لوبو لپاره د منظمو لوبغالو ترڅنګ د لازمو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA