کندهار د افغانستان هغه ولایت دی چې د هلمند او نورو ولایتونو غوندې د کوکنارو کښت په کې خورا ډېر و، خو اوس یې بزګران اړ شوي چې په ځمکو کې د کوکنارو پر ځای نور داسې بدیل کښتونه وکري چې ګټه یې ډېره وي.
سږ کال د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۱۲هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي چې د نورو کلونو په پرتله ډېروالی ښيي.
د یاد ولایت د کرنیزو چارو امر مولوی شمس الرحمن موسی وایي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته، اوس په کندهار کې کروندګرو د زعفرانو کښت ته مخه کړې.
نوموړي کلید ته وویل چې د زعفرانو د کښت د زیاتولو لپاره به په راتلونکي کال کې وسایل او همکاري ډېر کړي.
«موږ په پنځو ولسوالیو کې پر کروندګرو د زعفرانو تخمونه وېشلي، سږکال پر ۱۲هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.»
په هېواد کې د زعفرانو د کښت په ډېرېدو سره بهرنیو هېوادونو ته د دغه تخم د حاصلاتو صادارت هم زیات شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینر عبدالباقي بینا وايي، سږکال له کندهار څخه ۵۹۲ کیلو ګرامه زعفران بهر ته وړل شوي دي.
«تېر کال له کندهار څخه د زعفرانو صادرات ۲۰۱۴ کیلو وو، خو سږ کال تر اوسه ۵۹۲ کیلو ګرامه زعفران صادر شوي دي.»
د زعفرانو کروندګر هم د دغه تخم پر کښت خوښ دي، خو له دولت څخه ټولو بزګرانو ته د یاد بوټي د تخمونو د ورکړې او لاسنیوي غوښتنه کوي.
هغوی وایي، دا چې د افغانستان سرپرست حکومت په هېواد کې د کوکنارو او نورو نشهيي توکو کښت بند کړی، نو زعفران یې ښه بدیل کېدای شي چې بزګران باید د یاد بوټي کرلو ته مخه کړي.
«حکومت له موږ سره همکاري وکړه، د زعفرانو تخمونه یې راکړل او په کندهار کې د زعفرانو کښت زیات شو، خو که موږ ته نور تخمونه هم راکړي، دا کښت به نور هم زیات شي.»
نه یوازي زعفران، بلکې پنبه هم په کندهار کې د تریاکو کښت ښه بديل بلل کېږي او سږکال يې په کندهار کې کښت هم زیات شوی.
د کندهار د صنایعو او کانونو خونې رییس سید سرور اماني کلید راډيو ته وویل چې د افغانستان په کچه د پنبې پروسس سږ کال ۴۰۰ ټنه ته رسېدلی چې له دې څخه ۷۵ سلنه یا ۳۰۰ ټنه یوازې د کندهار او هلمند پنبه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ