یادو سوداګرو زیاته کړې، د وخت په تېرېدو به دوی د خپلې پانګې کچه نوره هم لوړه او ګڼو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو پانګه والو ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ټول پانګهوال په افغانستان کې له کومې وېرې او اندېښنې پرته پانګونه کولی شي.
اقتصاد پوهان بیا د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره پانګونه اړینه او ګټوره بولي.
عبدالنصیر رشتیا وایي، دولت باید کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د پانګونې زمینه برابره او هر ډول اسانتیاوې ورته چمتو کړي:
«اقتصادي وده هغه وخت رامنځته کېږي چې کله په یوه هېواد کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه وشي، کله چې پانګونه کېږي، نو خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او د خلکو ژوند ښه کېږي.»
د اقتصادي چارو بل کارپوه محب الله شریف وایي، دا چې بهرني پانګهوال چمتو کېږي چې پانګونه وکړي، دا په دې معنی ده چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او دغو پانګهوالو هم قناعت کړی دی.
نوموړی دا چاره د افغانستان او افغانانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي:
«دا پانګونه د افغانانو په ګټه ده، دا د افغانستان د وضعیت او استقرار سره مرسته کولای شي، بې روزګاري راکمولای شي او په څنګ کې یې مسلکي کادرونه روزل کېږي چې بیا د هېواد په نورو برخو کې ترې کار اخیستل کېږي.»
د اقتصادي چارو کارپوه محب الله شریف وایي، که د کانونو په برخه کې پانګونه کېږي، باید په رڼه توګه یې قرارداد وشي او ولس ته وخت په وخت معلومات ورکړل شي؛ چې د کومو کانونو قرارداد څه ډول، له چا سره، په څومره فیصدۍ شوی او عواید یې چېرته لګول کېږي؛ چې خلک د خپلې ملي پانګې په اړه ډاډه شي:
«د پانګونې په اړه باید امارت خپله پالیسي ولري، کانونه باید په مسلکي توګه استخراج شي، ترڅنګ یې باید په دوامداره توګه د کال په هره ربعه کې ولس ته حساب او معلومات ورکړل شي چې له کوم کان څخه څومره استخراج شوی، دا چا کړی، شرکت کورنی دی که بهرنی او قرارداد یې څه ډول دی.»
ایراني سوداګر په داسې حال کې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا څرګندوي چې له دې وړاندې یو شمېر روسي او د ځینو نورو هېوادونو سوداګر هم راغلي وو او له افغان چارواکو سره یې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړې وې؛ تر اوسه په هېواد کې هغسې چې لازمه ده، بهرنۍ پانګونه کم رنګه ښکاري.