ads

په لغمان کې د ممپلیو حاصلات ډېر شوي

د لغمان د کرنې ریاست مسولین وایي، سږکال د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ممپلیو کر کیله زیاته شوې او هم یې په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

جان اغا صالح
20 لیندۍ 1401
په لغمان کې د ممپلیو حاصلات ډېر شوي

د کرنې رییس محمد ولي له کلید سره په خبرو کې وویل، اوسمهال د لغمان په مرکز مهترلام، قرغیو، الینګار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې کروندې ډېرې شوې او ممپلیو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
محمد ولي زیاتوي:
«د لغمان له مرکز مهترلام، قرغیو، الینګار او یو شمېر نورو سیمو کې د ممپلیو کرکیله له پخوا زیاته شوې او حاصل یې هم زیات شوی دی، سږکال شپږ هکتاره ځمکه ممپلي کرل شوي او حاصلات یې هم دولس ټنه لوړ شوي چې تېر کال شپږټنه وو او لا هڅه کې یو بزګران یې کرلو ته وهڅوو.»
نوموړی همداراز وایي، د لغمان خاوره اوبه او هوا د ممپلیو کرکېلي، پالنې او روزنې ته مناسبه ده او لا هڅه کوي چې د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته هم د ممپلیو کرکیله وغځوي.
هغه وایي، د هېواد ممپلي د کورني بازار تر څنګ په نړیواله کچه هم ښه بازار او مناسبه بیه لري، چې په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یې کرکېله مخ پر وده ده.
محمد ولي زیاتوي:
« لغمان کې د ممپلیو کرکیله له څو کلونو پیل شوې او کرنې ریاست هڅه کوي چې د ممپلیو کرکیله نوره زیاته کړي او دهقانان یې کرلو ته وهڅوو؛ ځکه د ممپلیو بازار هم ښه دی او د کوکنارو ښه بدل هم دی.»
بل لور ته کرونده ګر هم د ممپلیو سږنیو حاصلاتو ته خوښ دي.
د لغمان دوو بزګرانو میرزا ګل او شېر افضل چې سږکال یې په خپلو ځمکو کې ممپلي کرلي وایي چې په دې وروستیو کلونو کې یې د ممپلیو کرلو د دهقانانو پام زیات شوی او په وينا یې، د نورو کښتونو په پرتله یې ګټه ښه ده او د کوکنارو په نسبت زحمت یې هم کم دی.
میرزاګل زیاته کړه:
«د لغمان ځمکې د ممپلیو کښت لپاره ښې مساعدې دي، خو له حکومت غواړو چې له موږ سره دې مرسته وکړي ځکه څه ډول چې لازمه ده له دهقانانو سره مرسته نه ده شوې.»
شیرافضل زیاتوي:«د اوبو ستونزه ډېره ده او سږکال زموږ فصلونه سېلابونو هم خراب کړل، ممپلي ډېر ښه دي، له کوکنارو ځکه پالنه یې هم اسانه ده او ګټه یې هم زیاته ده خو حکومت دې مرسته وکړي.»
د کرنې برخې د پوهانو په اند، که حکومت په دغه ولايت کې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره يې معياري سړې خونې جوړې کړي، تر ډېره به د کال په ټولو موسمونو کې د هېوادوالو د کرنيزو محصولاتو اړتياوو ته رسېدنه وکړای شي.
لغمان د هېواد په ختيځ کې يو له هغو ولايتونو دی چې د کروندګرو د لاسي خواريو حاصلات يې د دې ولايت ترڅنګ د هېواد بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکو ته رسېږي، خو سږکال يې کروندګر شکایت کوي، سیلابونو یې حاصل ته رسیدلي فصلونه له منځه وړي او له حاصلاتو راضي نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA